ډېپلوماټ مجلې د امریکا له لوري د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو پر سر د اعلان کړې جایزې د لغوه کېدو په تړاو یوې مقاله کې ویلي، چې له توندلارو ډلو سره جوړجاړی نه عدالت راولي او نه سوله.
د دې مقالې لیکوال چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخوانی مشر بسمالله تابان دی دغه راز ویلي، له عدالت، قانوني بهير او ان د حسابورکونې له يوې سمبولیکې نښې پرته د طالب مشرانو نومونه له دغه نوملړ څخه لرې کولو اندېښنې راپارولې دي.
د نوموړي په وینا، که څه هم حکومتونه د خپلو ګټو پر بنسټ بهرنۍ پاليسۍ ته شکل ورکوي، خو له امنيتي او اخلاقي اړخونو دا عمل خورا د اندېښنې وړ دی.
په مقاله کې زیاته شوې ده، چې د امریکا له لوري د حقاني ډلې د مشرانو پر سر د اعلان کړې جایزې لغوه کېدل یادې ډلې ته یو ډول غیررسمي منل یا مشروعیت ورکولو په معنا ده.
تابان د دې مقالې په یوې برخه کې همداراز ویلي: «په یوه حيرانوونکي اقدام کې د متحده ایالاتو حکومت په دې وروستیو کې د حقاني شبکې د درېيو مشرانو سراجالدين حقاني، يحيی حقاني او عزيز حقاني نومونه له هغه نوملړ څخه لرې کړي، چې د نیولو لپاره یې پرې نغدي جایزه اېښې وه.»
د مقالې پر بنسټ، که څه هم د حقاني شبکه لا هم د متحده ایالاتو له لورې د يوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو له یاد نوملړ څخه د دغو اشخاصو د نومونو لرې کول جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
د ډېپلوماټ مجلې په دغه مقاله کې راغلي: «دې اقدام ډېرو افغانانو، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د حقاني شبکې د فعالیتونو له امله زیانمن شوي، ناهيلۍ او خواشيني رسولې ده. د دوی لپاره دا پرېکړه د عدالت ناکامي او دا پيغام ښيي چې نړۍواله ټولنه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو د ساتنې له ژمنې شاته کېږي.»
د امریکا له لوري د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو پر سر د اعلان کړې جایزې لغوه کېدو پراخ غبرګونونه درلودل.
یو شمېر پوهان او شنونکي په دې باور دي، چې د حقاني شبکې د مشرانو پر سر د جایزې لغوه کول سراج الدین حقاني ته د مشروعیت ورکولو او له نړۍوالو سره د طالبانو د تعامل زیاتوالي هڅه ده.
دغه جایزه تر هغه وروسته لغوه شوه، چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد، د زندانونو په چارو کې د ټرمپ له ځانګړي سلاکار اډام بوایلر سره په ګډه د مارچ میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډه ناسته هم وکړه.
دغه امریکایي پلاوی وتوانېد، چې یو امریکایي سیلاني جورج ګلزمن چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې و، خوشې کړي.
د ګلزمن له خوشې کېدو درې ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزې» پروګرام د سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عبدالعزیز حقاني او د هغه د خور زوم یحیی حقاني لپاره ټاکل شوې جایزې لغوه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه مرکه کې بي بي سي ته تایید کړه، چې دغه کسان لا هم د «ځانګړو نړۍوالو ترهګرو» په لېسټ کې دي او حقاني شبکه لا هم د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په توګه پېژندل کېږي.
څو ورځې وروسته طالبانو یوه بله امریکايي یرغمله فی ډیل هال چې د ډرون کامرې د ناقانونه کارولو په تور نیول شوې وه هم خوشې کړه.
پر امریکا نیوکې دا دي، چې د حقاني شبکه چې له تېرو شلو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ډېرو ترهګريزو بريدونو مسووله بلل شوې ده، څنګه یې پر سر اېښودل شوې جایزه لغوه کوي، په داسې حال کې چې تمه دا ده څو د شویو جنایتونو په اړه له دې ډلې پوښتنه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه شبکه پر جنګي جنايتونو، تاوتريخوالي او د بشري حقونو په سرغړونې تورنه ده او دا شبکه د طالبانو له تر ټولو سختدريځه او افراطي برخو څخه ګڼل کېږي.