ټرمپ: د بایډن د «حماقت» له امله د بګرام اډه اوس د چین له‌خوا اشغال شوې ده

۴ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د بګرام هوایي اډې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د بایډن د «حماقت» له امله اوس‌ دغه اډه چین «اشغال» کړې ده.

هغه تر دې وړاندې هم پر بایډن د نیوکو پر مهال د بګرام هوايي اډې یادونه کړې وه.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د کانګرس د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې ته د وینا پرمهال وویل، که هغه ولسمشر وای؛ نو د «افغانستان ناورین او د امریکا د تاریخ شرموونکې شېبه» به هیڅکله نه پېښېده.
ولسمشر ټرمپ وویل، هغه هم غوښتل چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. خو په خبره یې، چې غوښتل یې د بګرام هوایي اډې واک له ځان سره وساتي.
ټرمپ وویل، په پام کې یې لرل، چې بګرام د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د دې لپاره چې «د چین له اټومي تاسیساتو یو ساعت واټن لري» له ځان سره وساتي.
د امریکا ولسمشر وویل: «ایا ښه نه و، چې موږ د بګرام اډه لرلای؟ تاسو پوهېږئ، چې اوس هغه اډه چا نیولې؟ چین… پوهېږئ چې دغه کس (بایډن) څومره احمق و؟»
ټرمپ دارنګه وویل، هغه غوښتل چې امریکایي سرتېرې د بګرام اډې له لارې تخلیه شي.
ټرمپ وویل، د جوبایډن ادارې د یو ناسم اقدام له مخې د کابل هوایي ډګر چې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک و؛ له افغانستان څخه یې د وتلو لپاره غوره کړ.
ټرمپ وویل، له افغانستان څخه د وتلو لپاره د کابل هوایي ډګر غوره کول د هغې چاودنې لامل شو، چې په کې سلګونه کسان ووژل شول.
د ۲۰۲۱ کال (د اګسټ ۲۶مه) د امریکا او ناټو سرتېرو د تخلیې پرمهال د کابل هوایي ډګر ابي ګېټ ته څېرمه چاودنه وشوه، چې له امله یې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۶۰ ولسي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
ټرمپ وویل، چې په دغه چاودنه کې د شاوخوا ۴۰ نور امریکایي سرتېرو لاسونه، پښې او مخونه ټپي شوي وو.
ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د بګرام هوایي اډه اوس د چین په واک کې ده.
طالبانو تر دې وړاندې د دغه اډې په تړاو د ټرمپ څرګندونې رد کړې وې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تېرې سلواغې میاشت کې ویلي و: «افغانستان خپلواک دی او د خپلې خاورې واک هیڅ یوه هېواد ته نه ورکوي. بګرام زموږ د خپلو کسانو په واک کې دی، نه د چین.»

نور خبرونه

رادیو