ټرمپ له افغانستان پرته ځینې بهرنۍ مرستې بیا پیلوي

۴ ورځې مخکې

رویټرز خبري اژانس د شپږو هغو سرچینو په حواله چې له دې مسلې سره اشنا دي راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې د متحده ایالاتو د بیړنیو خوراکي مرستو په ګډون د بهرنیو مرستو شپږ پروګرامونه بیا پیل کړي.

خو په راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې نه دی یاد شوی، چې د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه به په کې بیا پیل شي.

دغو شپږو سرچینو ویلي، د ټرمپ اداره هوډ لري چې لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق او اکوادور ته د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې وه، چې د امریکا حکومت له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو یو شمېر پروګرامونه د دې اندېښنو له مخې ځنډولي چې دغه مرستې به د طالبانو په ګټه کارول کیږي.

د دې ادارې ویاندې ټامي بروس په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا پرېکړه د استخباراتي ارزونو او په بشري فعالیتونو کې د طالبانو د لاسوهنې په اړه د اوږدې مودې اندېښنو وروسته شوې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه اقدام د لوړ خطر په سیمو کې د مرستو د ویش د پراخې بیاکتنې یوه برخه ده.

بلخوا بیا ځینو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د ټرمپ ادارې په ارام سمندر سیمه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان لپاره څلور پروګرامونه بیا پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ مخکې د امریکا خبري اژانس راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې د افغانستان، یمن، سومالیا او سوریې په ګډون له څه باندې یوولسو هېوادونو سره د ژوند ژغورنې پروګرامونه پای ته رسولي چې ټولټال بودجه یې له ۱،۳ میلیارده ډالرو زیاته ده.

نور خبرونه

رادیو