د هیوسټن خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې ویلي، چې د مارچ په لومړیو کې د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د پاول ریور په عالي لېسه کې درې افغانې زده کوونکې په ډله ییز برید کې وهل شوې، او دوی یې د څېړنو غوښتونکي دي.
دغې شورا وویل: «چې د مارچ په درېیمه د شلو زده کوونکو یوې ډلې پر درېیو افغان نجونو چې په ښوونځي کې یې د غرمې ډوډۍ خوړله، برید وکړ،» او زیاته یې کړه چې برید کوونکو زده کوونکو د افغان نجونو د ځورولو لپاره پنسلونه کارولي دي.
د امریکا – اسلامي اړیکو ټولنې ویلي، چې یوه افغان زدهکوونکې دومره سخته ډبول شوې چې څلور ورځې یې د ټکزاس د ماشومانو په روغتون کې تېرې کړې دي.
دغې ټولنې د نجونو د کورنیو په حواله ویلي، چې بریدګرو په تېروتنه کې پر افغان نجونو د ښوونځي د زده کوونکو تر منځ په عادي نښته کې د هغوی د نه پېژندلو او اسلامي حجاب لرلو له امله برید کړی دی.
د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د افغان نجونو د خوندیتوب، د پېښې په اړه د خپلواکې څېړنې او د هغو عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې، او همداشان یې د ښوونځي کارکونکي په خپلو دندو کې په پاتې راتلو تورن کړي.
په هیوسټن کې د امریکا-اسلامي اړیکو د ټولنې مشر ویلیم وایټ وویل: «دا په بشپړ ډول د منلو وړ نه ده، چې په یو زده کوونکي دې په تاوتریخجن ډول برید وشي او بیا د هغه ادارې لخوا له پامه وغورځول شي چې د دوی ساتنه یې په غاړه ده.»
دغې ټولنې لیکلي: «دا نجونې د وېرې او اضطراب په حالت کې د ښوونځي هماغه چاپېریال ته د ستنېدو په حال کې دي، چېرته چې پر دوی سخت بریدونه شوي.»
د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د هیوسټن له ولسوالۍ څخه غوښتي، چې دغو درېیو افغان زده کوونکو د بل ښوونځي او خوندي چاپېریال ته د لېږدولو موافقه وکړي.
ټولنې همدارنګه د دې پیښې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د رواني صدماتو د رسیدو له امله د مناسبو مرستو چمتو کولو غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د مارچ په میاشت کې یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي وو، «اسلامفوبیا په متحده ایالاتو کې تر بل هر وخت لوړه ده.»
د دغه راپور له مخې، د غزې د جګړې له پیل راهیسې په امریکا کې اسلامفوبیا په چټکۍ سره مخ پر چټکۍ ده.