د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، له تېر یوه کال راهیسې پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې ۵۰۰ افغان وګړي ښکېل دي او شمېر یې مخ په زیاتېدو دی.
تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې طالبانو رد کړې وې.
محمد صادق وایي، پاکستان کې په بریدونو کې افغان وسلهوال او افغان پوځي قوماندانان شامل دي چې دا د پاکستان لپاره خورا د اندېښنې وړ خبره ده.
نوموړي دغه ځرګندونې د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد د پالیسۍ د څېړنې انسټیټیوټ لهخوا په جوړې شوې ناسته کې کړې دي.
هغه وویل، د ځانګړي استازي په توګه هغه د کابل سره په دې بوخت دی، چې د پاکستان اندېښنې له افغان طالبانو سره شریکې کړي او له کابل سره دغه ستونزې په ښه توګه حل شي.
د هغه په خبره، ټيټيپي ډله د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شخړې لامل شوې ده.
هغه دارنګه د خپلې وینا پرمهال د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو پراخو غبرګونونو ته په اشارې وویل، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه ډېر شور او غوغا جوړه شوې؛ حال دا چې سږ کال ۵۶۸ افغان کډوال له پاکستانه بېرته ستانه شوي او ایران چې تېر کال ۱.۵ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل؛ په رسنیو کې یې دومره غبرګون نه لاره.
هغه دارنګه د هند او افغان طالبانو د اړیکو په اړه ویلي، په دې کې شک نشته چې هند په افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ او تمویل کوي.
نوموړي وړاندې ویلي، چې د هند د استخباراتو اداره «را» په افغانستان کې له شته وضعیت څخه ګټه پورته کوي.
پاکستان تر دې وړاندې هم هند په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی و؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې هند او افغان طالبانو په وار، وار رد کړې دي.