ده هندو ورځپاڼې د ملګرو ملتونو او طالب چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د اسلام اباد د فشار له امله په وروستیو ورځو کې زرګونه افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
پاکستان تېره میاشت شاوخوا ۸۰۰زره افغانانو ته چې د (ACC) کارتونه لري؛ له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله.
هغه کورنۍ چې سامانونه یې په تورخم او سپین بولدک کې په کتار ولاړ دي؛ د ۲۰۲۳ کال د کډوالو ستنېدو ته ورته دي، چې لسګونه زره افغانان د پاکستان د خبرداریو له امله د دغه هېواد پرېښودو ته اړ شول.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۸۰۲۵ بې اسناده او د اې سي سي کارت لرونکي کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دغه سازمان وایي، تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د جبري ستنېدو کچه لوړه شي.
خو د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د اپریل له پیل راهیسې له ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د هغه په وینا، ښايي په دغه پړاو کې له یو میلیون ډېر افغانان بېرته راستانه شي.
هغه وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوو، چې دوی افغان کډوال په زوره ستانه نه کړي او باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې سره سم ورته یوه مناسبه تګلاره جوړه شي.»
خو ملګري ملتونه وايي، نږدې درې میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي. چې ډېری یې د جګړو له امله کډوال شوي.
۳۸ کلن کډوال عبدالرحمان ویلي: « موږ اړ شو، چې بېرته ستانه شو. دوه ورځې وړاندې د کورونو د تالاشۍ پرمهال پولیسو د اسنادو غوښتنه وکړه. دوی له دغه هېواده د وتلو لپاره ان یو ساعت وخت هم نه دی راکړی.»
د بشري حقونو فعالان له میاشتو راهیسې په پاکستان کې د افغانانو د ځورونې راپورونه ورکوي.
له ۱.۳ میلیون څخه زیاتو افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کارتونه لري، هم ویل شوي چې له پلازمینې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو ووځي.
له بل پلوه د بشري حقونو څار سازمان د افغانانو پر وړاندې د فشار کارول غندلي دي.