د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: «د پنجابي جنرالانو اشغالګر پوځ په باجوړ کې د هدفي عملیاتو پر مهال د ماشومانو او سپینږیرو په ګډون هغه پښتانه په نښه کړي، چې له کلونو راهيسي په خپله خاوره کې اوسېدل.»
د نوموړي په خبره، پوځ د ظلم پروړاندې د غږ پورته کېدو او حرکتونو د مخنيوي هڅې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د سهشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) په باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو هدفي عملیاتو ته په اشارې سره لیکلي: «ناامني، د وسلوالو ډلو جوړول، د پښتنو وژل، وضعیت خرابول او د امن په نوم پوځي عملیات، په حقیقت کې د پښتون قوم نسلوژنه ده.»
د نوموړي په خبره، تر دې مهاله ۸۰ زره پښتانه وژل شوي دي.
منظور پښتین وايي، چې پوځ له خبرتيا پرته په باجوړ کې بریدونه کړ دي.
نوموړي زياته کړې: «په دې وروستيو کې په وزيریستان او خېبر کې ناکام عملیات او تازه له کومې خبرتيا پرته په باجوړ کې برید ددې ظلم او بې عدالتۍ یو بل عملي پلان دی.»
هغه غوښتنه کړې، چې باید ټول د دې ظلم پروړاندې په رسنيو کې غږ پورته کړي.
پښتین ویلي: «دا د پوځ هیله ده چې هر حرکت او غږ کمزوری او خاموشه کړي؛ تر څو دوی د پښتنو نسل وژنې ته په خاموشۍ دوام ورکړي.»
د منظور په خبره، ټول باید د ظلم پروړاندې د مظلوم پښتون ملت ملاتړ وکړي.