د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان پخوانیو سیاستوالو ته په خطاب کې وايي «نور خپل هېواد مه تخریبوئ او ترخه زهر مه شیندئ.»
متقي چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د مېشتو افغانانو غونډه کې زیاتوي، «سیاستوال دې د شخصي خواهشاتو لپاره ولس په اور کې نه اچوي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن «د وري ۱۸مه» په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو غونډې ته د امیر خان متقي وینا خپره کړې ده.
امیرخان متقي په دې وینا کې وايي چې پخوانیو سیاسونو د امریکا په زور حاکمیت کاو او کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان وتل نو دوی هم پسې لاړل.
متقي وویل:« هغه کسان چې شل کاله په افغانستان کې دوی واکمني وکړه د خارجیانو په زور د هغوی طیارو او ټانګو په زور او کله چې امارت راغئ ټولو ته یې عمومي عفوه اعلان کړه، نن مونږ دا ورته وایو چې خپل هېواد مه تخریبوئ پرېږدئ دا ترخه زهر مه شېندئ تخریبونه مه کوئ خپلو خواهشاتو او شخصي غوښتونو لپاره باید ملت په اور کې وانه چوي.»
امیر خان متقي په خپلو خبرو کې وویل «وطن ازاد دی نو پر کوم دلیل څوک مخالفت کوي هېڅ کوم شرعي دلیل نشته.»
د متقي په خبره که څوک نیوکه لري، چې په دې نظام کې نیمګړتیاوې شته نو دا په هر نظام کې وي او مشکلاتو باندې باید خبرې وشي او د حل لاره ورته پیدا شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په سعودي عربستان کې له مېشتو افغانانو غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
امیر خان متقي تېره شنبه سعودي عربستان ته د عمرې لپاره لاړ.
طالبانو هغه مهال ویل چې نوموړی به له کوربه چارواکو سره هم وګوري،خو تر اوسه یې له کوم چاروکي سره د لیدنې خبر نه دی ورکړل شوی.