د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرکون وایي، چې هيڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه ونه وکاروي.
پاکستان د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« سره له دې چې موږ ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ته په دې اړه خپل دریځ په وار، وار روښانه کړی او ټينګار مو کړی، چې افغان کډوالو ته دې وخت ورکړل شي؛ ترڅو د یوې ګډې تګلارې له مخې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي؛ خو له ټولو هڅو سره، سره د افغان کډوالو د جبري اېستنې لړۍ پیل شوې ده.»
په خبرپاڼه کې راغلي، په پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په ناقانونه توګه نیول کېږي، په زوره زندانونو ته وړل کېږي او بیا له دغه هېواده اېستل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي، د هغوی شتمني لوټل کېږي او د کورونو سامان ترېنه اېسارېږي چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه وزارت د پاکستان له حکومته تمه لري چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي.
په خبرپاڼه کې له پاکستان او ایران څخه غوښتنه شوې، چې د کډوالو پر وړاندې له صبر او زغم کار واخلي.
دغه وزارت دارنګه د جبري ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره له چمتووالي خبر ورکړی دی؛ خو له پاکستان یې غوښتي، چې ټولو کډوالو ته اجازه ورکړي چې خپله شتمني، مالونه او د کور سامان له ځانه سره خپل هېواد ته را ولېږدوي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو هم غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.