ټرافیکي پېښې؛ په څلورو جلا ټرافیکي پېښو کې ۷ تنه مړه شوي او ۱۶ ټپیان دي

۵ ساعتونه مخکې

په بغلان، هلمند او پروان ولایتونو کې په څلورو جلا ټرافیکي پېښو کې ۷ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یوازې د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په هزار جفت سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عزت‌الله حقاني ویلي، چې په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې کسه مړه شوي او یوه مېرمن، یوه ماشومه او دوه نارینه په کې ټپیان دي.
د ښاغلي حقاني په وینا، دغه پېښه د یوه موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.
حقاني زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان یې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
له بل پلوه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شیخ جلال کوتل سیمه کې په یوې بلې ټرافیکي پېښه کې درې کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دغه اژانس بیا په پروان ولایت کې هم له دوو ټرافیکي پېښو خبر ورکړی.
په راپور کې راغلي، د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د غوربند درې پر لویه لار د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور کاږي، لومړۍ پېښه په روی‌اب سیمه کې شوې چې د موټر چلوونکي په ګډون ۷ کسان په کې ټپیان شوي دي.
دویمه پېښه د پروان ولایت په رباط سیمه کې د یو موټرسایکل د چپه کېدو له امله شوې، چې له امله یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.
له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بې‌سارې توګه او تر بل هر وخته ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او برسېرن ټپيان شوي دي.
طالبانو بیا ویلي، چې یوازې د (۱۴۰۳) له پیله تر نوي کاله پورې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله شاوخوا دوه زره کسان مړه او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي؛ خو د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنې ښيي، چې په دغه کال کې د ټرافیکي پېښو مړینه له دوو زرو هم لوړه ده.

نور خبرونه

رادیو