ایټالیا ته د «بشري دهلیز» له لارې ۷۰۰ افغانان لېږدول کیږي

۴ ساعتونه مخکې

د ایټالیا سنت‌اېګیدیو کاتولیکې ټولنه د یوه بشري دهلیز له لارې په قانوني او خوندي ډول ۷۰۰ افغانان ایټالیا ته لېږدوي. ددغو افغان کډوالو د پالنې چارې به د کاتولیکو او مدني ټولنو سازمانونه کوي.

سنټ ایګېدیو پر خپل ویب سایټ ولیکل، چې د ایټالیا د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو او یو شمېر شریکو سازمانونو ترمنځ، چې سنت‌اېګیدیو او د ایټالیا د اسقفانو کنفرانس (CEI) پکې شامل دي، د دوشنبې په ورځ په روم کې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

دا هوکړه ایټالیا ته له افغانستان څخه د ۷۰۰ اغیزمنو افغان کډوالو د داخلېدو اجازه ورکوي.

رپوټ وايي، چې ددغو افغان کډوالو د پالنې چارې به د کاتولیکو او مدني ټولنو سازمانونه کوي.

د سنت‌اېګیدیو ټولنې رییس مارکو ایمپالیاڅو دا نوې هوکړه د «هیلې نښه» وبلله او ویې ویل چې دا د بشري دهلیزونو ارزښت ښيي، ځکه دا یو داسې ماډل دی چې له مخې یې کډوال منل کېږي او په ټولنه کې مدغم کیږي.

نوموړي زیاته کړه، « دا دهغو خلکو لپاره د هېلې نښه ده چې نړیوالې ټولنې هېر کړي او کلونه یې انتظار کړی چې وژغورل شي».

ایمپالیاڅو زیاته کړه، چې دا د جګړو او د هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکو کړکیچونو په رڼا کې ارزښتناک دي.

له دې وړاندې د ۲۰۲۱میلادي کال په نومبر کې هم یوه ورته هوکړه شوې وه چې له مخې یې ۸۱۲ افغانان، چې پاکستان، ایران او ترکیې ته تښتېدلي وو، ومنل شول. دا نوې هوکړه د همغې هوکړې دوام دی.

په دغو شریکو سازمانونو کې، چې د کډوالو په منلو او ادغام کې مرسته کوي، د سنت‌اېګیدیو او د کاتولیکو اسقفانو کنفرانس تر څنګ، د ایټالیا د پروتستان کلیساوو فدراسیون (FCEI) او د ایټالیا فرهنګي او تفریحي غیرانتفاعي سازمان(ARCI) هم شامل دي.

د «بشري دهلیزونو» د ماډل له لارې په تیرو کلونو کې ټولټال ۸۲۰۰ کډوال توانیدلي چې په خوندي او قانوني ډول اروپا ته داخل شي.

دا پروژه په بشپړ ډول د خپلواکو سرچینو له خوا تمویلېږي او د غیرمرکزي میلمستونونو له لارې پر مخ وړل کېږي، چې ډېر پکې رضاکاران برخه لري.

نور خبرونه

رادیو