پاکستاني رسنۍ ده نېشن راپور ورکړی، چې د لاهور په ګډون له پنجاب صوبې څخه لږ تر لږه ۴۱۱۱ بې اسناده افغان کډوال د اړوندو ادارو په مرسته له پاکستان څخه اېستل شوي دي.
پنجاب کې پولیسو ویلي، چې نږدې شپږ زره نور بې اسنادو افغان کډوال د ستنېدو په مرکزونو کې دي.
د پنجاب پولیسو ویاند وايي، په ټولې صوبه کې ټول ۴۶ د توقیف مرکزونه جوړ شوي، چې پنځه یې په لاهور کې دي.
د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور ټینګار کړی، چې ټول بې اسناده کډوال به بېرته افغانستان ته واستول شي.
هغه زیاته کړې، چې د بېرته ستنېدو پرمهال بشري حقونو ته بشپړه پاملرنه کېږي.
نوموړي دارنګه د لاهور پولیسو ته امر کړی، چې د بې اسناده افغان کډوالو د نیونې لړۍ ګړندۍ کړي.
له بل پلوه پاکستاني چارواکي وایي، چې یوازې د دوشنبې په ورځ یې له ۵ زرو زیات کډوال له دغه هېواده ستانه کړي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د تورخم له لارې د دوشنبې په ورځ له پېښوره ۲۳۵۵ د ACC کارت لرونکي افغان کډوال او ۳۰۴۲ بې اسنادو کډوال په جبري توګه اېستل شوي دي.
د پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر اوسه پورې ۵۵۶۸ بې اسناد او د ای سي سي کارت لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
هاخوا بیا طالبانو د پاکستان لهخوا په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ غیر انساني بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.
دغې ډلې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې د دغه انساني ناورین د مخنیوي په موخه لاس په کار شي.