د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت، اروپایي ټولنې د افغانستان د روغتیا له سکتور سره د ۹۷ میلیونه یورو د ځانګړي کولو اعلان کړی.
اروپایي ټولنې دغه مرستې د مور او ماشوم د روغتیا تر څنګ ځینو نورو برخو ته ځانګړې کړې دي.
د ګراونډ نیوز د راپور له مخې، اروپایي ټولنې ویلي، چې دا مرستې به د نړیوال روغتیایي سازمان، د ماشومانو څخه د ملاتړ صدوق لهخوا د مور او ماشوم روغتیا، تغذیه، رواني روغتیا، په نشه یي توکو د روږدو او نورو بیړنیو لومړیتوبونو کې ولګول شي.
بلخوا بیا په کابل کې د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د طالبانو عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي، چې «موږ په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي د پراخولو لپاره کار کوو، او د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو او په ټول هېواد کې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه پلان لرو.»
دغه مرسته داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په افغانستان کې د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک بللی دی.
یونیسف په خپلو تازه شمېرو کې ویلي، چې په هرو ۴۰ میندوارو میرمنو کې یوه یې د زیږون پرمهال مري او په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ کیږي.
د نړیوالو بشري مرستو د بندیدو له امله په هیواد کې په لسګونو روغتیايي مرکزونه لا دمخه تړل شوي او خبرداری ورکړل شوی، چې که په افغانستان کې د روغتیا سکتور ته بودجه ځانګړې نه شي، دا وضعیت به په یوه بشپړ بحران بدل شي.