انبيسي نیوز رپوټ ورکړی چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نجونو د زدهکړو پر سر اختلافات ورځ تر بلې زیاتېږي.
درې جګپوړو طالب چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، انبيسي ته ویلي چې د طالبانو د کندهار او کابل ډلو ترمنځ ژور او زیاتېدونکی اختلاف موجود دی.
دغو چارواکو، چې په کندهار ډلې پورې اړه لري، د نجونو د زدهکړو بندیز یوه «غلطه» او «ناسمه» پریکړه بللې ده. دوی ویلي چې دا محدودیتونه دومره سخت او غیرمنطقي دي چې حتا ځینو لوړپوړو غړو په وروستیو میاشتو کې د دې محدودیتونو د لغو کولو غوښتنه کړې ده.
یوه چارواکي ویلي: «ځیني طالب مشرانو په ښکاره د نجونو د زدهکړو ملاتړ کړی او باور لري چې دا چاره به پر مشرتابه مثبت اغېز ولري».
نوموړي زیاته کړې، چې « له بده مرغه د هغوی دا وړاندیزونه نه دي منل شوي، بلکې ځینو دا داسې تعبیر کړې، چې ګواکې هغوی د ملا هبتالله پر مشرۍ اعتراض کوي».
په ځواب کې، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د طالبانو دننه هر ډول اختلاف رد کړی، خو منلې یې ده چې « کله ناکله د خلکو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وي».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي، چې له امریکا سره خبرو کې یې کلیدي رول درلود، د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د نجونو د زدهکړو د بندیز مخالفت وکړ. هغه وویل چې دا پرېکړه له اسلامي شریعت سره برابره نه ده. ستانکزي، چې د طالبانو له مهمو څېرو ګڼل کېږي، د طالبانو د مشر له سیاستونو ناخوښي ښودلې او د اعتراض په ډول له هېواده متحده عرب امارات ته تللی دی.
د طالبانو اقتصادي چارواکو له هغه غوښتي چې هېواد ته ستون شي، خو نوموړی تر اوسه په بیرته تګ نه دی قانع شوی.
د طالبانو چارواکي دا د « غیرمسئولانه او غیرمنطقي سیاستونو» پر ضد د احتجاج نښه ګڼي.
یونیسف رپوټ ورکړی چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره نږدې ۲،۲ میلیونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې دي.
د بشر حقونو د څار سازمان څېړونکې سحر فطرت وایي: « ډېر لږ شواهد شته چې طالبان دې د نجونو د زدهکړو په اړه خپل سیاست بدل کړي او دې چارې ګڼې کورنۍ اړې کړې چې د خپلو لوڼو د زدهکړو لپاره له هېواده وتښتي».
همداراز افغانه څیړونکې ګیسو یاري، چې د واشنګټن په ویلسن مرکز کې کار کوي، وايي: « سره له دې چې د طالبانو له منځه د پالیسۍ د بدلون لپاره فشارونه شته، خو ډېر لږ احتمال دی، چې هغوی په دې برخه کې جدي بدلون راولي».
یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ګلالۍ چې له انبيسي سره یې مرکه کړې، ویلي: « زموږ کورنۍ پرېکړه وکړه چې له کابل څخه پېښور ته کډه شو، ځکه پلار مې غوښتل چې موږ خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو».
هغې زیاته کړه: « موږ ښه خوشاله ژوند درلود، خو ناڅاپه طالبانو زموږ زده کړې بندې کړې او زموږ ارمانونه په اوبو لاهو شول».