تېر کال د پاکستان د مرکزي حکومت په ضد د ملتپالو بلوڅو د مبارزې په تاریخ کې بې ساری و.

په دغه کال د بلوڅو د هم بستګۍ سازمان ( BYC )د زړورې بلوڅ پیغلې ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅ میشتو سیمو په ګوټ ګوټ کې تظاهرات، مارشونه او پرلتونه وکړل او د پاکستان پوځ او پولیسو یې مخه ونه نیولی شوه.

بلې خوا ته د بلوڅو بیلتون خوښو ملتپالو وسله والو ډلو او په خاصه توګه بي ایل اې ( د بلوچستان ازادي بخش اردو) د پاکستان په پوځ ګڼ بریدونه وکړل او ستر تلفات یې ور واړول.

د نوي کال ( ۲۰۲۵ ) د مارچ میاشتې په یولسمه نیټه د بلوچستان سیوۍ ته نزدې د غرونو په منځ کې په یوه دښته کې د بي ایل اې وسله والو په یوه ریل ګاډي برید وکړ.

د دغه ګاډي د محافظینو د وژلو نه وروسته یې دغه ریل ګاډی اختطاف کړ او په دې کې څلور سوه مسافر یې یرغمل کړل چې پکې د سلو نه زیات هغه پاکستاني پوځیان هم وو چې د روژې او د کوچني اختر د رخصتیو لپاره د خپلو فاملینو سره د پاکستان نورو ایالتونو ته روان وو.

وسله والو بلوڅو هغه فامیلونه چې ښځې او ماشومان ور سره وو ازاد کړل، خو د پاتې یرغمل مسافرو د ازادۍ په بدل کې یې په پاکستاني زندانونو کې د خپلو ملګرو د ازادیدو غوښتنه وکړه.

پاکستان دا غوښتنه ونه منله او خپلې قواوې یې د ریل ګاډی د خلاصون لپاره ولیږلې.

د پاکستان پوځ د اته څلویښت ساعته جګړې نه وروسته، چې د ځمکنیو قواوو سره د پوځ هیلي کوپترو هم برخه واخسیته، ریل ګاډی د بي ایل اې د جنګیالیو نه ازاد کړ، خو په دغه جګړه کې د پاکستان پوځ درانه تلفات ولیدل.

د ماهرنګ بلوڅ د ازادۍ لپاره د بلوڅ مېرمنو لاریون

د دې نه وروسته د پاکستان مرکزي حکومت په بلوڅ میشتو سیمو کې د نویو عملیاتو د پیلولو تصمیم ونیو، خو د پوځي عملیاتو د پیل نه مخ کې حکومت د بلوڅانو تر ټولو قوي ملي سیاسي سازمان بي وای سي باندې ګوزار وکړ او د دغه سازمان مشره ډاکټر ماهرنګ بلوڅ او ګڼ نور هغه ښځې او سړي یې بندیان کړل چې تر اوسه د پاکستان د پوځ له خوا د بلوڅو ځوانانو د اختطافولو، تړي تم کولو او وژلو په ضد یې سوله ییزه مبارزه کړې ده.

د ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو د توقیف په ضد د بلوچستان په هر ګوټ کې تظاهرات پیل شوي چې پکې په زرګونو سړیو او ښځو برخه اخسې ده.

د مارچ په اوویشتمه نیټه د بلوڅ نیشنل ګوند مشر او یوه ستر بلوڅ سیاسي زعیم سردار اختر مینګل د ماهرنګ بلوڅ او نورو ښځو د خلاصون لپاره د زرګونو بلوڅو په ملګرتیا خپلې سیمې خضدار نه کوټې په لور احتجاجي مارش پیل کړ.

دغه مارش اوس د کوټې سره نزدې لک پاس نومي ځای کې پاکستاني قواوو ایسار کړی دی.

سردار اخترمینګل او نورو مارشوال اخري دوه روژې دغلته تیرې کړې او د اختر مونځ یې هم دغلته په پرلت کې وکړ.

د بلوچستان اقتصادي اهمیت

هسې خو د پاکستان د مرکزي حکومت سره د ملتپالو بلوڅو شخړه د کال ۱۹۴۸ نه پیل شوې ده، کله چې د پاکستان جوړیدو نه وروسته د قلات د خان په مشرۍ د بلوڅو مستقل دولت قلات په کال ۱۹۴۷کې جوړیدونکي نوي مملکت پاکستان کې د ګډون نه انکار وکړ او پاکستان قلات ته د وسله والو قواوو په لیږلو د بلوڅانو وطن په زور په پاکستان کې شامل کړ.

د جغرافیايي ساحې له اړخه بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی او د پاکستان د ټولې ساحې ۴۴فیصده ساحه تشکیلوي.

نفوس یې ډیر لږ تقریبا” لس میلیونه شاوخوا دی چې نیمايي ته نزدې یې پښتانه دي، خو د نفت ، ګاز او د سرو زرو په ګډون د پاکستان د قیمتي طبعي زیرمو اتیا فیصده زیرمې په بلوچستان کې دي.

د پاکستان له خوا د نیول کیدو نه پس دا د بلوڅو ملتپالړ خلکو پنځم پاڅون دی چې په ۲۰۰۵کې پیل شوی دی.

دا پاڅون په کال ۲۰۰۶کې د بلوڅو مشهور مشر نواب اکبر بګټي او بل ځوان مشر نوابزاده بالاچ مري د پاکستان د پوځ له خوا نه وژل کیدو نه وروسته ګړندی شوی او په نزدې کالونو کې یې زیات قوت موندلی دی.

بلوچستان کې د جګړې درې اړخونه

د اورګاډي تر یرغملولو وروسته اوس د ماښام له شپږو د سهار تر شپږو بلوچستان کې پر ځینې لارو تګ بند دی

په بلوچستان کې وسله واله شخړه درې مهم سیمه ییز اوبین المللي ابعاد او اړخونه هم لري.

وړومبې اړخ یې په افغانستان کی کیدونکې جګړې سره تړای لري.

پاکستاني جنرالانو په تیرو پنځه څلویښت کالونو کې په افغانستان کې د جګړې لپاره د پښتونخوا سره سره د بلوچستان نه هم د خیز د تختې کار اخستی او د افغانستان په جنوب غرب کې د جګړې لپاره یې دلته د طالبانو لپاره د جنګي تربیت، مراکز او د اوسیدو لپاره پټنځي جوړ کړي وو. د طالبانو د کوټې شورا کوم پټ راز نه و.

دویم اړخ یې د پاکستان او چین تر منځه جوړیدونکی تجارتي کارادور دی، چې د چین شنجیانګ (سنکیانګ) د کاشغر سیمه د بلوچستان بحري بندر ګوادر سره وصلوي، یعنې چین به د فارسخلیج سره نزدې د پښې لګولو ځای تر لاسه کړي.

غربي هیوادونه داسې انګیري چې ګویا دا پروژه په ظاهره تجارتي ده، مګر د هغوی په اند چین په ګوادر کې د بحرهند په غاړه پوځي اډه جوړوي.

دریم اړخ یې د ایران سره د ګاونډی توب په تړای پیدا کیدونکې مسلې دي. د پاکستان د لاس لاندې بلوچستان سره جوخت د ایران د لاس لاندې بلوچستان دی چې د سیستان بلوچستان په نوم پیژندل کیږي.

د پاکستان په بلوچستان کې د سني مسلمانانوداسې افراطي ډلې شته چې په پاکستان کې د خپلو پټ ځایونو نه ایران کې وسله وال بریدونه کوياو ایران د غچ اخستلو لپاره کله کله د پاکستان د بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو سره کومک کوي.

د کال ۲۰۲۴د جنورۍ د میاشتې پهاوولسمه نیټه ایران د پاکستان په بلوچستان کې د جیش العدل په نوم سني افراطیونو د ډلې پټځي په توغندیو وویشتل.

د دې په عکس العمل کې درې ورځې وروسته پاکستان د ایران بلوچستان په توغندیو وویشت او ادعا یې وکړه چې په ایران کې پټ بلوڅ بیلتون خوښي جنګیاي یې په نښه کړي دي .

خو د ملتپالو بلوڅانو په ضد د پاکستان د پنجابي جنرالانو د تازه عملیاتو یوه غټه انګیزهد بلوچستان طبعيی زیرمې دي.

په اقتصادي او مالي توګه د ورشکست سره مخامخ او په خارجي قرضو کې تر پوزې ډوب پاکستان غواړي چې د خپلو اقتصادی مشکلاتو د رفع کولو لپاره دغه زیرمې خرڅې کړي.

په دغه موخه د اپریل په نیمايي کې د پاکستان پنجابي صدراعظم شهباز شریف د سعودي عرب، د متحده عربي اماراتو ،قطر ،چین او د ځینې نورو هیوادونو په ګډون د پاکستان په طبعی زیرمو کې د پانګونې یو کنفرانسراغوښتی دی.

بلوڅو بیلتون خوښو جنګیالیو په تیرو څو کالونو کې چینايي کارکوونکي وژلي ی او دا اعلان یې هم کړی، چې هغوی به هیڅ یوه خارجي هیواد ته د دغو زیرمو د استثمار اجازه ور نه کړي، اوس داسې ښکاري چې د بلوچستان په دغوزیرمو تجارت کول په بلوچستان کې د پاکستان د تازه پوځي عملیاتو یوه غټه انګیزه ده.

نور خبرونه

رادیو