نن د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې افغانانو د سعودي عربستان، افغانستان او نورې اسلامي نړۍ له مسلمانو سره په یوه وخت د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځلې ده.

د پښتونخوا په پېښور او نورو سیمو کې مېشت افغانان تل د سعودي عربستان او یا هم د افغانستان د سترې محکمې له اعلان سره سم د اختر ورځې نمانځي.

افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د تاج اباد په یوه جومات کې ملا امام وایي:« په دې کې هېڅ کومه ستونزه نشته، چې موږ له عربستان او یا هم له افغانستان سره روژه نیسو او هم اخترونه نمانځو».

په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي، چې د شمشتو د کډوالو په پنډغالي کې چې ګڼ اوسېدونکي یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب غړي دي؛ د لمانځه له ادا کولو وروسته خلک یو بل ته د مبارکۍ غېږ ورکوي.

حسن خان چې یو افغان کډوال دی، افغانستان انټرنشنل ته وایي:« نن زموږ د اختر لومړۍ ورځ ده؛ خو په سږنی اختر مو د نورو تېرو اخترونو په څېر خوشحاله نه‌دی، ځکه چې د پاکستان حکومت افغانانو ته امر کړی چې له دغه هېواده ووځئ».

هغه نه پوهېږي، چې د هغه راتلونکې ورځې به په پاکستان کې وي که افغانستان کې.

نه یواځې دا چې په پښتونخوا کې افغان کډوال نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځي؛ بلکې په نورو سیمو لکه چارسده، خیبر، لنډي کوتل او باجوړ کې هم د ځایي اوسېدونکو له‌خوا د اختر لمونځ ادا شوی دی.

تېره ورځ د سعودي عربستان هلال کمیټې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت یې ليدلې او نن به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

له دې خبرتیا سره سم د طالبانو سترې محکمې وویل، چې د میاشتې د لیدلو د مرکزي او ولایتي کېمټو د غړو د معلوماتو پر بنسټ په پکتیکا، کندهار، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو میاشت لیدلې ده.

نور خبرونه

رادیو