د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د (وري اتمه) په یوې خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې دې د افغان خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی له ځورولو څخه دې لاس واخلي.
یاد سازمان دغه څرګندونې د بي بي سي پخواني خبریال محمود کوچي او د هغه د زوی د نیول کیدو په غبرګون کې کړې، چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي وو.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه افغان خبریال او د هغه زوی تر څو ساعتونو وروسته پولیسو بېرته خوشې کړي دي.
د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان په خبرپاڼه کې لیکي، چې ډېر شمېر افغان خبریالان د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله جلاوطنۍ ته اړ شوي، چې ځینې یې لا هم په پاکستان کې د سختو اقتصادي ستونزو تر څنګ د پولیسو د نیول کیدو او ایستل کیدو له ګواښ سره هم مخ دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د مېشتیدنې قانوني اسناد یا نه تمدیدوي او یا هم په کې کافي ځنډ رامنځته کوي او بیا ورته پلمې لټوي.
د دغه ځنډ له کبله افغان خبریالانو تر څنګ په یاد هېواد کې په ویزو مېشت افغانان له جدي ستونزو سره مخ دي.
همدا راز د امریکا په ګډون له لوېدیځو هېوادونو غوښتل شوي، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب قضیې دې ژر تر ژره وڅېړي، څو په پاکستان کې د پولیسو نیول کیدو او ورسره تړلو کړاونو څخه خوندي شي.
دغه سازمان د بشري حقونو له ملاتړ کوونکو ادارو او رسنیو غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت په تړاو جدي اقدامات وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت بندیزونه ولګیدل چې له کبله یې خبریالان خورا ډېر اغېزمن شول.
د دغو محدودیتونو او بندیزونو له کبله د لسګونه رسنیو تړل کیدو تر څنګ سلګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي دي.
طالبانو د رسنیو سیاسي خپرونې او خبرونه سانسور کړي دي. او په افغانستان کې فعالې رسنۍ او خبریالانې د طالبانو د بندیزو له امله حق نه لري چې پر دغه ډلې نیوکې وکړي.
اوس مهال له افغانستان دباندې رسنۍ او افغان خبریالان د هېواد دننه وضعیت څاري، خو په ګاونډیو هېوادونو کې ځینې مېشت خبریالان لا هم له جدي ګواښ سره مخ دي.
ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې افغان خبریالان په کې له جدي ستونزو سره مخ دی او ان خپل هېواد ته د ایستل کیدو ویره هم ورسره ده.
په پاکستان کې بیا ان له تېرو درېیو کلونو په لړ کې یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالان د نامعلومه کسانو له لوري ګواښل شوي، ډبول شوي او په ډزو هم ویشتل شوي دي.