ټي ټي‌ پي: له افغانستان سره د پاکستان روانه تګلاره له «شرعي او عقلي» پلوه لوی خیانت دی

۶ ساعتونه مخکې

پاکستاني طالبانو د اختر په مناسبت په یوه ځانګړي پېغام کې د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکه کړې، چې د لوېدیځو هېوادونو د ګټو لپاره یې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره اړیکې ترینګلې کړې او له افغانستان سره یې چلند له خیانت څخه ډک دی.

د ټي ټي پي مشر په دغه اختریز پیغام کې افغانستان خپل مسلمان ګاوڼدی ورور بللی او پر پاکستان یې نیوکه کړې چې د لوېدیځو هېوادونو د خوشالولو تر څنګ یې د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره په لوی لاس له افغان طالبانو سره اړیکي خړ پړ کړي.

یاده وسله والو داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناندرۍ تر بل هر وخته ډیرې شوې دي.

د دواړو لوریو ترمنځ په ښکاره د اړیکو خرابیدو پر سر هم ډول ډول نظرونه دي او ځینې کارپوهان دغو روانو ناندریو ته د شک په سترګه ګوري.

پاکستاني طالبانو په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ په روژې میاشت کې هم په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ولسي خلک وژلي، ځورولي او زنداني‌ کړي دي. پاکستاني طالبانو نیوکه کړې، چې د پوځ د دغه کړنو خلاف ولسي خوځښتونه کم رنګه دي او هماغه شان چې په کار و ورته غبرګون نه دی ښودل شوی.

دغې ډلې همدا راز نیوکه کړې، چې د پاکستان حکومت او اسټبلیشمنټ له لوري په روژې میاشت کې د دیني عالمانو د وژل کیدو لړۍ هم روانه وه.

ټي ټي پي زیاته کړې: «په ګران هېواد پاکستان کې د حکومتي چارواکو له‌خوا د ظلم لړۍ ونه دریده او د علماوو د وژل کیدو لړۍ روانه ده.»

پاکستاني طالبانو ویلي، پوځ نه غواړي چې دغه هېواد سیاسي خپلواکي ولري او په لوی لاس یې په خپل هېواد کې اقتصادي بې ثباتي هم رامنځته کړې ده.

پاکستان لا تر اوسه پورې په رسمي توګه د یادې وسله والې ډلې دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې په خپلو څرګندونو کې دغه ډله «خوارج» بللي دي.

پر کابل د افغان طالبانو له واکمنیدو سره هم مهاله په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه چټک او پراخ شوي، چې د باورنو له مخې پر کابل یې د متحدینو واک یې پر فعالیتونو ژورې اغېزې کړي‌ دي.

پاکستان افغان طالبانو ته ګوته نیسي، چې په افغانستان کې یې دغه ډلې ته نه یوازې دا چې پناه ځایونه ورکړي، بلکې په پاکستان کې یې د خپلو وسله والو فعالیتونو د زیاتوالي لپاره هلته مالي سرچینې هم موندلي دي.

پاکستان په وار وار نیوکه کړې، چې افغان خاوره یې او پر ضد کارول کېږي او د «ټي ټي پي» په ګډون د دوی ضد نورې وسله والې ډلې اوس په افغانستان کې امن پناه ځایونه لري،‌ خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼلې ده.

د ملا هبت‌الله ویاند څو څو ځله پاکستان ته غبرګه کړې چې د خپلو نا امنیو پړه دې پر دوی نه اچوي او د دې پر ځای باید خپلو تېروتنو ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو وروستي راپور کې هم اندېښنه ښودل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس د ترهګرو په پناه ځای بدل شوی او «ټي ټي پي» په سیمه کې پر یوې لویې وسله والې ډلې او ګواښ بدلیدونکې ده.

نور خبرونه

رادیو