د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د پولیسو په ګاډي چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
دغه پیښه په بلوچستان کې په پراخه کچه د پاکستان د پولیسو او امنیتي ځواکونو له هدف ګرځونې سره هممهاله ده، چې په ځینو مواردو کې د پنجاب اوسیدونکي هم پکې په نښه کیږي.
د پیښې په تړاو د پولیسو جراح ډاکټر ډان ته وویل، « درې جسدونه سېول روغتون ته لیږدول شوي او ۲۱ کسان په چاودنه کې ټپیان شوي دي». په ټپیانو کې څلور پولیس هم شامل دي.
د بلوچستان د روغتیا ریاست ویاند ډاکټر وسیم بیګ هم د مرګونو تایید وکړ او ویې ویل، « ټپیان د سېول روغتون بیړنۍ څانګې ته لېږدول شوي دي».
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ویلي، چې چاودنه د پولیسو ګاډي ته نږدې شوې او د چاودنې ډول لا هم مشخص نه دی.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې خلک د چاودنې ځای ته راغونډیږي او یو سوځېدلی موټرسایکل د پولیسو له ګاډي سره پروت دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو په بلوچستان کې د ډېری پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکي پرغاړه اخلي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا پېښه غندلې ده.