د بلوڅ بېلتونپالو ډلو د ګډ مرکز براس ويلي، چې د دوی جنګیاليو پرون په بلوچستان کې ۴۸ بریدونه کړي او حملې یې لا هم دوام لري.
بلوڅ راجي اجويي سنګر یا براس زیاتوي، چې دغه بریدونه یې پر پاکستاني پوځ، ملېشو، تجهیزاتو او هغو ګاډو کړي، چې له دغې صوبې کاني مواد لېږدوي.
براس نن په خبرپاڼه کې زیاتوي: « دا بریدونه د ۱۹۴۸ کال د مارچ مياشتي ۲۷ مې تورې ورځې په مناسبت کيږي، چې پاکستان په زور بلوچستان اشغال کړ.»
د براس مطبوعاتي دفتر زياتوي، چې د بريدونو پر مهال پاکستاني او استخباراتي ځواکونو او ادارو ته یې زيان اړولی او یو شمېر امنيتي پوستې يې هم نیولط دي.
د دوی به خبره، د بلوچستان په بیلابیلو برخو کې یې لا هم بریدونه دوام لري.
براس د بلوڅ وسله والو بېلتون پالو یو ګډ تنظیم دی، چې په ځينو وختونو کې ګډ او همږغي عمليات کوي.