د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو ادارې د راتلونکي کوچني اختر او قدس نړۍوالې ورځې د نمانځلو په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې د احتمالي ګواښونو او پېښو د مخنېوي لپاره یې قوي امنیتي پلان جوړ کړی.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپانې لیکلي، چې د دغه پلان له مخې به د لویو لارو د کنټرول تر څنګ د پنجاب په مذهبي او عامه ځایونو کې امنیتي څارنې لا ډېرې شي.
چارواکو ویلي، چې په ټولو جوماتونو، زیارتونو او د اختر لمانځه په ټاکل شویو ځایونو کې درې ګوني امنیتي سېسټم پلی کېږي.
د دغو ځایونو مرکزي دروازې د امنیتي تالاشۍ لرونکو دروازو، فلزي کشف کوونکو وسایلو او څارګریزو کیمرو (CCTV) په وسیله سمبال شوي دي.
همداراز د ښځینه لمونځ کوونکو د امنیت لپاره ښځینه پولیس افسرانې هم ګومارل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي، چې امنیتي ځواکونو له د خوندیتوب له پرمختللو وسیایلو سره د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ګواښونو مخنېوي لپاره ځای پر ځای شوي او د تالاشۍ په موخه یې پاټکونه هم اچولي دي.
د پنجاب ایالتي حکومت د عامه نظم د ساتلو په موخه پر هر ډول پاروونکو ویناوو بندیزو اعلان کړی او هغه شعارونه یې هم منعه کړي چې شخړې رامنځته کوي.
ایالتي حکومت خبرداری ورکړی، چې که له دغه اصولو هر سرغړونکي ته به سزا ورکړي.
پر دې سربېره د اختر په بازارونو، پارکونو، هوټلونو او نورو ګڼو ځایونو کې هم ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د بیړني غبرګون ټیمونو چې د Rescue 1122، بم شنډولو متخصصین او روغتیايي ډلې په کې شاملې دي بشپړ چمتووالی لري.
په پنجاب کې داسې مهال د کلکو امنیتي تدابیرو خبرو ورکول کېږي په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو ډلو فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ او چټک شوي دي.
بلوڅ بېلتون پاله وسله والو په تېرې یوې میاشت کې څو ځله پر پاکستاني پوځیانو مرګوني بریدونه وکړل او درنه مرګ ژوبله یې ورته واړوله.
پښتونخوا ایالت کې بیا پاکستاني طالبانو خپل فعالیتونه زیات کړي او هره ورځ له پاکستاني ځواکونو سره په بېلابېلو سیمو کې په جګړو اخته وي.
د امنیتي چارو کارپوهانو اندېښنې ښودلي چې پاکستان د نا امنۍ له یوې سختې او جدي څپې سره مخ دی.
په پاکستان کې د نا امنۍ تر ټولو مهم لاملونه د بلوڅ بیلتون پاله وسله والو ډلې او همدا راز «ټي ټي پي» ګڼل کېږي.