د پاکستان پوځ: د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې مو ۱۱ وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۴ وری ۷

د پاکستان پوځ ویلي چې د مارچ په ۲۷مه د پنجشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یې په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې یوولس وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې راغلي، چې ځواکونو یې د شمالي وزیرستان اړوند په میرعلي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنست عملیات ترسره کړي چې اته وسله وال یې وژلي دي.

د عامه اړیکو ادارې په اعلامیه کې راغلي چې پوځ یې د شمالي وزیرستان په مېرانشاه کې همدا ډول دوه وسله وال وژلي دي.

اعلامیه زیاتوي چې ځواکونو یې د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند په دربان سیمه کې هم پوځي عملیات کړي چې په پایله کې یې یو وسله وال وژلی او سیمه یې له وسله والو تصفیه کړې.

اعلامیه وړاندې زیاتوي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې وسلې او مهمات د پوځ لاس ته ورغلي خو دا یې نه دي ویلي چې څومره وسلې د دوی لاس ته ورغلي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو عملیاتو او د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

په دې ورستیو کې د خېبر پښتونخوا زیاتې سیمې یو ځل بیا د نا امنیو شاهدې دي، قبایلي سیمې، وزیرستانونه، ډېره اسماعېل خان او په ډېورنډ فرضي کرښه پرتې نورې ولسوالۍ د نور کله په پرتله ډېرې نا امنه دي او وخت نا وخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.

نور خبرونه

رادیو