د بښنې نړۍوال سازمان: د پاکستاني پوځ بند کې د بلوڅ فعالانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی

۳ ورځې مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا د بلوڅ فعالانو نیولو ته اندېښنه څرګنده کړې او دا کړنه یې د بلوڅ ټولنې پر وړاندې د پاکستاني ځواکونو منظم برید بللی دی. یاد سازمان ویلي چې د بلوڅ فعالانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی او روغتیایي مرستې نه ورکول کیږي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوڅو د یوالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ او سمي دین بلوڅ ترڅنګ یو شمېر بلوڅ فعالان ونیول چې په نړۍواله کچه له سخت غبرګون سره مخ شول.

د بلوڅو ددغه فعالانو په اړه تازه د بښنې نړۍوال سازمان پر اېکس لیکلي: " په تېره اونۍ کې د بلوڅ فعالانو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو بې رحمه کړنې او د ماهرنګ بلوڅ، سمیع دین بلوچ او بیبرگ زهري په ګډون د څو لاریون کوونکو او بلوڅ فعالانو دوامداره توقیف د بلوڅ ټولنې د حقونو په اړه د یو منظم برید څرګندونه کوي. "

د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستاني امنیتي ځواکونو په بند کې ددغه فعالانو د روغتیایي حالت په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي یاد فعالان د طبي مرستو له لاسرسي محروم دي.

دغه سازمان زیاته کړې: " بښنې نړۍوال سازمان د کورنیو د غړو د راپورونو له امله اندیښمن دی چې ماهرنګ او بیبرگ - چې یو معلول کس دی، د توقیف پرمهال د دوی روغتیا په جدي توګه خرابیدو سره سره روغتیایي مرستو ته لاسرسی نه ورکول کیږي."

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې ویلي وو، چې پاکستان باید سمدلاسه د بلوڅانو د بشري حقونو مدافعین خوشې کړي او د سوله‌ییزو لاریونوالو پر وړاندې دې ځپنه ودروي.

کارپوهانو ویلي:« موږ په تېرو څو میاشتو کې د بلوڅ فعالینو د ادعا شویو نیولو او جبري ورکېدو په اړه د مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو راپورونه څارو او په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي پېښو زموږ اندېښنې د پام وړ زیاتې کړې دي.»

کارپوهانو د بلوڅو یووالي غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د پولیسو له‌خوا د زیاتېدونکو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

نور خبرونه

رادیو