پاکستاني چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د جمعې په ورځ د (وري ۱۵مه)، د کراچۍ ښار سیمه ییزو ادارو او امنیتي بنسټونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړی.
د معلوماتو له مخې دغه ۱۶ زره کسان د افغان تابیعت یا (ACC) کارت لرونکي دي.
د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې د دغو کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې د کراچۍ پولیسو تر اوسه پورې له یو نیم سلو څخه زیات افغان کډوال نیولي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې ویل شوي و: «ټول ناقانونه بهرني وګړي او د ACC کارت لرونکي افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي، که نه نو د اپرېل له لومړۍ نیټې به یې د جبري ایستل پیل شي.»
د دې پرېکړې له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د فبرورۍ په ۱۳مه د سند ایالت له چارواکو وغوښتل چې د افغان تابعیت کارت لرونکو د ایستلو بهیر پیل کړي.
دغه چاره د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان (IFRP) لاندې ترسره کېږي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې عملي شوی دی.
د سند د کورنیو چارو ادارې د دې پلان له مخې د ستنیدونکو د څار خونه جوړه کړې او درې پنډغالي یا مرکزونه یې هم فعال کړي دي.
د کراچۍ او جېکباباد د ساتنې مرکزونه او یو د «انتقال نقطه» په نوم د بینظیراباد په سکرنډ کې جوړ شوی چې ټول ټال د ۱۵۰۰ کسانو ځای پر ځای کیدو ظرفیت لري.
د ستنیدونکو کډوالو لپاره بیا ځانګړی اصلي مرکز د کراچۍ ښار اړوند د کیمیاړي سیمې اړوند په امین خانه کې جوړ شوی دی.
د کراچۍ د جنوبي څنډې د پولیسو مرستیال سید اسد رضا ویلي، چې تر دې دمه ۲۴۲ افغانان دغو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، ځینې افغان کډوال چې د POR کارت لرونکي وو، بېرته خوشې کړل شوي دي.
د پاکستان د امنیتي ادارو د ګډو شمیرو له مخې، په کراچۍ کې ۱۶,۱۳۸ کسان د ACC کارت لرونکي پېژندل شوي، چې زیات یې په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې ژوند کوي.
له دې ډلې ۱۱,۲۳۳ کسان په ختیځ، ۲,۷۹۲ په لوېدیځ، ۹۱۰ په کورنګي، ۳۹۶ په ملیر، ۴۰۶ په مرکزي سیمه، ۲۰۳ په کیمیاړي، ۱۲۰ په جنوب او ۷۸ کسان د ښاروالۍ اړوند سیمه کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې د کیمیاړي د پولیسو مشر کپتان فیضان علي د امین خانه له کمپ څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې «د انتقال، خوړو او روغتیایي خدماتو لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي او افغانان به په درناوي او امنیتي شرایطو کې خپل هېواد ته ستانه کړای شي.»
خو د بشري حقونو وکیله او د کډوالۍ د ګډې کمیټې (JAC) بنسټ اېښودونکې منیزه کاکړ رسنیو ته ویلي چې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې افغانان په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي. نوموړې زیاتوي، چې افغانان د پولیسو له ځورونې او فساد څخه شکایت لري او ډېری له وېرې کار ته نه شي تللی.
منیزه کاکړه وایي، چې په ټول پاکستان کې شاوخوا ۸۵۰,۰۰۰ کسان د ACC کارتونه لري، چې په ۲۰۱۷ کال کې ورکړل شوي وو. له دې ډلې نږدې ۷۰,۰۰۰ کسان په کراچۍ کې اوسېږي.
بل لور ته، د بښنې نړۍوال سازمان د افغانانو د «غیرقانوني ایستلو» پر ضد د «دا موده لغوه کړئ» په نوم کمپاین پیل کړی.
دوی له «موږ سره د انسان په توګه چلند وکړئ» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی، چې په کې د ۱۰ افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کیسې بیان شوي دي.
دوی وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستنېدل د دوی لپاره ناممکن او له خطره ډک دي.
د بښنې نړۍوال سازمان د جنوبي اسیا مرستیال بابو رام پانت ویلي: «هغه افغانان چې له طالبانو وروسته پاکستان ته راغلي، په ځانګړي ډول ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان او پخواني دولتي چارواکي له جدي خطر سره مخ دي. پاکستان باید د دوی جبري ستنول ودروي.»
همداراز د ملګرو ملتونو یو شمېر ځانګړي راپور ورکونکو له پاکستانه غوښتي چې د افغانانو نیول، ایستل او فشارونه سملاسي بند کړي.
دوی خبرداری ورکړی، چې له شخصي ارزونې پرته افغانان شړل د نړۍوالو بشري او پناه غوښتنې د قوانینو ښکاره نقض دی.
کارپوهان وايي، دا جبري بېرته ستنول کولای شي چې ښځې، نجونې، مذهبي اقلیتونه، معلولین، خبریالان، مدني فعالان او ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
سره له دې ټولو اندېښنو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو په دوام کې به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له دغه هېواده شړي.
له هغه وخته چې دا پلان (IFRP) د ۲۰۲۳ کال د نومبر له میاشتې پیل شوی، تر اوسه له ۷۰۰,۰۰۰ زیات بې اسنادو افغانان له پاکستان وتلي دي.
څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په یوه لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې د ACC لرونکو افغانانو لپاره دې ټاکل شوې موده وغځول شي.
د هغه په باور، چې په ډله ییزه توګه د زرګونو کډوالو ستنول به طالبانو ته سترې ستونزې جوړې کړي.