د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي، چې دا مهال د دغه هیواد په پنجاب، پښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو له لوري د افغانانو نیول او له دغه هیواد څخه د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې.
افغانستان انټرنشنل د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو موضوع څاري او په دې برخه کې د سیمه ییزو او نړۍوالو سازمانونو غبرګونونه را اخلي.
عرب نیوز رسنۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر بهیر راپور خپور کړی او په دې اړه یې د یو شمیر کارپوهانو نظرونه را اخیستي، چې هغوی ویلي،دا مهال د طالبانو حکومت د ستنېدونکو کډوالو د سمبالښت وړتیا نه لري.
پاکستان دا مهال د درې میلیونه افغان کډوالو کوربه توب کوي، او ډېری یې هغه کسان دي چې له تیرو څو لسیزو جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي او ځینې یې بیا پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دغه هیواد ته کډوال شوي.
په دغه شمېر کې هغه افغانان هم شامل دي، چې په پاکستان کې زېږېدلي یا یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښی دی. خو اوس دا ټول وګړي له جبري ایستلو سره مخ دي.
د کراچۍ او جېکباباد د ساتنې مرکزونه او یو د «انتقال نقطه» په نوم د بینظیراباد په سکرنډ کې جوړ شوی چې ټول ټال د ۱۵۰۰ کسانو ځای پر ځای کیدو ظرفیت لري.
د کراچۍ د جنوبي څنډې د پولیسو مرستیال سید اسد رضا ویلي، چې تر دې دمه ۲۴۲ افغانان دغو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان د امنیتي ادارو د ګډو شمیرو له مخې، په کراچۍ کې ۱۶,۱۳۸ کسان د ACC کارت لرونکي پېژندل شوي، چې زیات یې په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې ژوند کوي.