د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کیچ ولسوالۍ اړوند په بولید سیمه کې یې دوه وسلهوال د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
پوځ ویلي، دغه عملیات یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي، چې دوه وسلهوال یې له امنیتي ځواکونو سره تر مقاومت وروسته وژلي دي.
په خبرپانه کې راغلي چې وژل شوي وسلهوال په سیمه کې د قانون پلي کوونکو ادارو خلاف وسله والو فعالیتونو کې ښکېل وو.
د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ ته د خنډ کوونکو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
که څه هم د پاکستان پوځ د دغو وژل شویو وسلهوالو هویت او ډله په خبرپاڼه کې نه ده په ډاګه کړې، خو په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله واله ډله فعاله ده.
یادې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو یو شمېر موټریز کاروانونه هم په نښه کړي چې د روان زېږدیز کال له پیله یې تر ټولو لوی برید د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي ګڼل کېږي. بلوڅ ازادي غوښتونکو ادعاوې وکړې، چې د دغه برید پر مهال یې د پاکستان د امنیتي ادارو نږدې ۳۰۰ سرتېري او منسوبین تر برمته کیدو وروسته وژلي وو.
بلوچستان او پښتونخوا اوس مهال د نا امنیو له پلوه د پاکستان پوځ ته لوی سرخوږی ګڼل کېږي.
په دغو دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې هره ورځ د پاکستان د پوځي او ملکي ادارو پر ضد هره ورځ ورځ وسله وال بریدونه کوي.
د «ټي ټي پي» وسله واله ډله بیا په پښتونخوا کې فعاله ده او د دې ډلې فعالیتونه وروسته له هغې خورا چټک شول چې متحدین یې افغان طالبانو په کابل واک ترلاسه کړ.
د امنیتي چارو کارپوهان باور لري، چې پر کابل د طالبانو د واکمنۍ له کبله «ټي ټي پي» هم اوس سترګې کړې دي او د پښتونخوا ځینې سیمې یې ان په خپله ولکه کې راوستي دي.
د پاکستان حکومت بیا نیوکه کوي، چې د افغان طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته امن پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي.
پاکستاني چارواکو په ځلونو په بېلابېلو نړۍوالو ناستو او خبري غونډو کې طالبانو ته ګوته نیولې چې د افغانستان خاوره اوس مهال د دوی پر ضد کارول کېږي.
پر کابل واکمنو بیا د پاکستان دغه ادعاوې هر ځل رد کړي او نیوکې یې کړي چې پاکستان د خپل بام واورې پر دوی ور اچوي.
د طالبانو ویاند لا پاکستان ته دا هم ویلي، چې پر دوی دې د نیوکو پر ځای خپلو کمزورو او امنیتي ناکامیو ته متوجه شي. افغان طالبان «ټي ټي پي» او نورې وسله والې ډلې د پاکستان داخلي مسله بولي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو وروستي امنیتي راپور کې هم په ډاګه شوې چې افغانستان اوس مهال د طالبانو تر سیورې لاندې د القاعده شبکې په ګډون د «ټي ټي پي» او نورو وسله والو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی او هلته یې پناه ځایونه هم ترلاسه کړي دي.