علي امین ګنډاپور: که حکومت د پښتونخوا حق رانه کړي اسلام اباد ته په لاریون ورځو

۳ ساعتونه مخکې

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور یوې خبري غونډې ته ویلي، که د پاکستان مرکزي حکومت دغه ایالت ته د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې ځانګړې شوې بودجه ورنه کړي، نو د پښتونخوا له ولسونو، امنیتي ادارو او پولیسو سره یو ځای به اسلام اباد ته لاریون پیل کړي.

ښاغلي ګنډاپور ویلي، له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کیدو پر مهال ژمنه شوې وه، چې په بودجه کې به د دغه ایالت برخه زیاته شي، خو سره له دې چې اوس د دغه ایالت د نفوس هم لوړ شوی، مرکزي حکومت د بودجې له ورکړې څخه انکار کوي. 

هغه ټینګار وکړ، چې د اېن اېف سي ځانګړې شوې بودجه د پښتونخوا حق دی او که ورنه کړل شي،‌ نو بیا مجبور دي، چې د مبارزې لپاره میدان ته راووځي. وزیر وویل: «موږ کمزوري نه یو، خپل حق به اخلو.»

دا لومړی ځل نه دی چې ګنډاپور د لاریون ګواښ کوي بلکې نوموړي تر دې مخکې هم څو څو ځله په اسلام اباد کې لاریونونه کړي.

وروستی ځل نوموړي د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کیدو پر ضد اسلام اباد ته لاریون کړی و، چې په کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او د تحریک انصاف ګوند د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی و.

د یاد تاوتریخوالي پر مهال د تحریک انصاف ګوند ځینې غړي وژل شوي او ټپیان شوي هم وو.

د سر وزیر په وینا، د پښتونخوا «۷۵ میلیارده پاکستانۍ روپۍ» د مرکزي حکومت د پرمختيايي پروګرام (AIP) سره پاتې دي او که دا پیسې دغه ایالت ته ورکړل شي، نو ګڼو خلکو ته به د کار موندلو زمینې برابر شي.

د ګنډاپور په خبره، له دې سره به پانګونې زیاتې شي او د ترهګرۍ په کچه کې به هم کموالی راشي.

سر وزیر دا هم وويل چې د کورمې ولسوالۍ د امنيت لپاره يې لپاره یې د امنیتي کمرو پر لګولو، د امنیتي پوستو پر جوړولو او نورو تدابیرو نږدې يو ميليارد روپۍ لګولي دي.

هغه د کورمې ولسوالۍ قومي شخړو ته په اشارې وويل: «موږ له مرکزي حکومت غوښتنه وکړه چې د ټپیانو د انتقال لپاره دې C130 الوتکه راوليږي، خو هېڅ چا راته غوږ ونه نیولو.»

علي امین ګنډاپور په دغه خبري ناسته کې په پښتونخوا کې د نا امنیو پر روان وضعیت هم څرګندونې کړي دي او په دې برخه کې یې د مرکزي حکومت پر پرېکنده اقداماتو ټینکار کړی.

د نوموړي په وینا: «زموږ خلکو د ناسم سياست له امله وسلو ته مخه کړه. د حل يوازينی لاره دا ده چې ولس سره اعتماد جوړ کړو. موږ دا کار کوو، پوليس ځواک مو پياوړی کړی، خو که له مرکزي حکومت سره رښتينې خبرې نه وشي، نتيجه به هېڅ وي.»

علي امين ګنډاپور په یاده خبري ناسته کې د افغان کډوالو د جبري ويستلو پرېکړه هم وغندله او زیاته یې کړه: «موږ په پښتونخوا کې کډوالو ته کمپونه جوړ کړي دي، هغوی هلته تر هغو پاتې کېدای شي، څو چې یې زړه وغواړي. له کمپونو هېڅوک په جبري توګه نه شي ویستلی. د افغان کډوالو په زروه ایستل انساني کار نه دی.»

نوموړي نیوکه کړې چې د ایالتي حکومت له مشرۍ سره سره یې اجازه لرله چې له عمران خان سره وګوري،‌ خو ایله دوه میاشتې وروسته توانیدلی چې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر سره په زندان کې ملاقات وکړي.

هغه دا هم رد کړه، چې ګواکې دی د پوځ سره د خبرو لپاره ټاکل شوی. د هغه په خبره: «زه هېڅ رسمي پېغام نه لېږدوم. دا ملاقات شخصي و، ما پرې څه نه دي ويلي. دا چې نور خلک څنګه دعوه کوي چې زه د عمران خان له خوا کوم پيغام وړم راوړم خپل کار یې دی. عمران خان هېڅکله د خپلې شخصي ګټې لپاره معامله نه کوي، خو تېروتنې بايد سمی شي.»

نور خبرونه

رادیو