د پاکستان کورنیو چارو وزارت: ۱۲۶۰ کډوال به نن د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي

۵ ورځې مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبریالانو ته په استول شویو معلومات کې ویلي، چې د پنجاب له ګڼو سیمو څخه نیول شوي ۱۲۶۰ افغان کډوال به نن د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري ایستل بیا پیل کړي دي.

د معلوماتو له مخې دغه افغان کډوال د پنجاب په بهاولپور، رحیم یار خان، ننکانه، اوکاړه، مظفر ګړ او حافظ اباد کې د غیر قانوني کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په مهال نیول شوي دي.

ویل کېږي چې د دغو افغان وګړو د قانوني چارو له ترسره کولو وروسته به همدا نن افغانستان ته ستانه کړل شي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه افغان کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي.

طالبانو بیا له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه دې یې خپل وطن ته په کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو ځینو نړیوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول کیدل او ایستل غندلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه هېواد غږ کړی، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو څخه دې ډډه وکړي، ځکه چې په خبره یې دغه چاره د ټولو نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکو تر څنګ په پاکستان کې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو لسګونه زره متحدین هم د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

دغه تازه تللي کډوال چې د طالبانو له لوري له جدي او مرګوني ګواښونو سره مخ دي هم د ایستل کیدو له دغه بهیره خوندي‌ نه دي پاتې.

په درېیمو هېوادونو کې د میشتیدنې په تمه دا ناست افغانان له اړونده سفارتونو او هېوادونو غواړي، چې د دوی قضیې دې په بېړنۍ توګه وڅېړي او ژر تر ژره دې یې له دغه هېواده اوباسي.

نور خبرونه

رادیو