طالبان وايي، چې د افغانستان لپاره د متحده عربي امارتو ځانګړي استازي سیف محمد خلفان د طالبانو د ریاست الوزار له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په ناسته کې ډاډ ورکړی، چې له ګاونډیو هېوادونو د ایستل کېدونکو افغان کډوالو سره په ځانګړې مرستې او همکارۍ وکړي.
د طالبانو ریاست الوزرا رسنیز دفتر د (وري ۱۵مې) په خبرپاڼه کې د دغو مرستو او همکاریو د څرنګوالي بڼه نه ده یاده شوې.
متحده عربي امارت په داسې حال کې له بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ خبر ورکوي، چې ویل کېږي په کور دننه لا هم طالبان کوم ځانګړي تدابیر نه لري.
پاکستان لا وار دمخه په پلازمېنې اسلام اباد، پنجاب، پښتونخوا او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر ګړندی کړی دی، خو نیوکې دا دي چې لا هم طالبانو د دغو ستنیدونکو ته د اسانتیاوو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي.
ټاکل شوې نن هم په بېلابېلو ایالتونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي «۱۲۶۰» افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شي.
د بشري حقونو ځینو سازمانونو او فعالانو اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغان کډوالو د ستنیدو تازه څپه به په هېواد کې د لوږې او بشري ناورین کړکېچ لا پسې ډېر کړي.
وېره داده، چې د نړۍوالو مرستو د بندېدو له امله به دغه بېرته ستنیدونکي د بشري مرستو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي او طالبان هم هاغه شان چې په کار ده دغه مسلې ته جدي پاملرنه نه ده کړې.
د کډوالو د ملاتړ یو شمېر نړۍوالو ادارو له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغان کډوال د ایستل کیدو بهیر ودروي، ځکه دا چاره یې د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی. بل لوري د ملا عبدالغني برادر او مولوي کبیر په ګډون د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په وار وار له د پاکستان په ګډون له ایرانه غوښتي چې د کډوالو بهیر دې په تدریجي توګه پیل کړي، خو ښکاري چې پاکستان دغې غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې راتلونکې اوونۍ به د افغان تابعیت کارتونو لرونکو او د بې اسناده افغان کډوالو بهیر په بې سارې توګه چټک شي.
پاکستان پلان لري، چې به دغه نوې څپه کې سلګونه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږي. د رسمي شمېرو له مخې همدا مهال د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې شاوخوا درې میلیونه افغان مېشت دي، چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د مېشتیدنې معتبر سندونه هم لري.
کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو سیاسي تربګنیو له کبله افغان کډوال د دغو مسلو ښکار شوي او پاکستان غواړي، څو له دې لارې پر طالبانو سخت فشارونه راولي.
د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چارواکو پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو څخه دې د سیاسي الو په توګه ګټه نه اخلي، بلکې انساني چلند دې ورسره وکړي.
د متحده عربي امارتو استازي د ریاست الوزرا له ادارې مرستیال سره په ناسته کې همدا راز ټینګار کړی، چې هېواد یې له طالبانو سره سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ژمن دی او په دې برخه کې د اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې کوي.