په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.
هغې له متقي سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې کړې وینا په اړه هم معلومات شریک کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوناما مشرې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت تمدید او د خپلې ورستۍ وینا په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یوناما مشرې په دې لیدنه کې د خپلو ورستیو ناستو په تړاو چې په نیویارک او ویانا کې یې ترسره کړي، هم امیر خان متقي ته معلومات شریک کړي دي.
یاد وزارت لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي، د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د دغې ډلې دريځ روښانه کړی او د دغه درېځ په پام کې نیولو سره یې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ور کړ.
د یادلو وړ ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا څو ورځې وړاندې امنیت شورا ته په خپله وینا کې ویلي و،چې طالبان تر دې دمه په نړۍواله ټولنه سره د يوځایکېدو لپاره جدي نهدي.
هغې په خپلې وینا کې زیاته کړې وه، چې افغان ولس په خپل شخصي ژوند کې د طالبانو له مداخلې او د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کولو له امله له دغې ډلې څخه سخت ناراضه دي.
د روزا اوتنبایوا په وینا، ډېری هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ګټه نهلري او ټینګار یې وکړ، چې له یادې ډلې سره د تعامل فضا نوره هم محدوده شوې او نړۍ خپل صبر له لاسه ورکوي.