هغوی، چې تل د « مرګ منظره» لولي، د ژوند منظره ورته توره ښکاري. هغه وګړي، چې د مړیو په نړۍ کې ورک دي ژوند فاسدوي. د مرګپالنې په ناروغۍ اخته ذهنونه او فکرونه د ژوندي بشریت لپاره د فکري او ذهني زامبیانو په شان ګواښونکي دي.
دا چې تر مرګ وروسته څه پېښیږي؟ د بشریت لرغونې، فیلوسوفیکه مهمه پوښتنه ده، مګر که د دې پوښتنې لپاره ژوند په زهرو ولړل شي، دا په ریښتیا د رواني انحراف او روحي معیوبیت نښه ده.
زامبیان د معاصرې فیلمي نړۍ نوې مصنوعي اسطورې دي او د مړیو له نړۍ څخه راغلي بنیادمان یا د ګرځنده مړیو تنې تصویروي، چې په وېروونکې بڼه په ژوندیو انسانانو پسې ګرځي او غواړي د ځان په شان یې کړي. دا د ویروونکیو فیلمونو یو ځېل (ژانر) دی، چې ښايي ځینې لیدونکي یې د ځانګړي رواني انحراف، تمایل یا تلوسې له مخې مینهوال وي. په فیلمونو کې وینو، چې زامبیان ویروونکې څېرې، زاولن، خوړین شوي او له وینو- زوو ډک ټپونه لري، کاواکه کاواکه په لاره ځي، ډله ډله په روغو انسانانو پسې وي او همدا چې یو روغ انسان په ګوتو ورشي، نو یا یې چیچي، یا یې د بدن کومه برخه خوري او یا هم یوازې پرې لګیږي چې له دې سره سمدستي روغ بنیادم هم داسې شي لکه دوی، بس نو بیا یې په ډله ورګډ شي او په نورو روغو انسانانو پسې منډې وهي.
د "زامبي" نوم په هایتي هېواد کې له کریول ژبې څخه اخیستل شوی دی. دا نوم له اره "zombi"دی. هایتي په کاراییب سمندر کې د لاتینې امریکا یو کوشنی هېواد دی. هلته باور داسې و، چې مړه انسانان د کوډو یا روحاني تعامل له مخې د ژوندیو بنیادمانو سیمو ته راځي او هغوی داړي. په ۱۹۶۰ – ۷۰ کلونو کې دا نوم او اساطیري تخییل د هالیود فیلمي نړۍ ته راغی او تر هغه روسته ګڼ فیلمونه پرې جوړ شول. په فیلمونو کې داسې ښوول کیږي، چې زامبیان خپله ناروغي روغو انسانانو ته لېږدوي، چې د دوی په شان شي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې ولې؟
موږ په دې لیکنه کې د زامبيانو اساطیري، هنري یا تاریخي اړخ نه څېړو، بلکې ورڅخه شوي هغه تعبیرونه او اخیستنې په ګوته کوو، چې همدا اوس موږ ورسره مخامخ یو.
زامبیان د هغو معیوبو او ناروغو ذهنونو سېمبولونه دي، چې خلک – په افراطي بڼه ـله مرګ او تر مړینې روسته حالاتو څخه ویروي. زامبیان دهغو افراطیونو تمثیل دی، چې ټول انسانان مجبوروي، د دوی په شان فکر وکړي او خامخا داسې باور او عقیده ولري، چې دوی یې غواړي. هغوی چې په زور او ترهګرۍ خپل باور او عقیده په نورو تپي، فکري زامبیان دي. هغه افراطي و خرافي فکرخپروونکي چې د دې دونیا ژوند بیخي نفی کوي او هرڅه په یوې بلې دونیا پورې تړي په حقیقت کې له هغې بلې دونیا څخه راغلي زامبیان دي، چې د روغ او ژوندي بشریت ذهنونه او افکار په خپلو زهرجنو داړو وداړي او د ځان په شان یې معیوبوي. ذهني او فکري زامبیان غواړي په دې توګه پر نړۍ واکمن شي.
زه به د ښوونځي په ابتدايي یا منځنۍ دوره کې وم، چې له باغ عمومي پله څخه تر دهافغانانو پورې پلې لار مې هره ورځ سهار و ماسپښین ښوونځي و کور تهد تلوراتلو لپاره وهله. هغه مهال د دې پلې لارې په بهیر کې (زیرزمیني) نوې جوړه شوې وه، زرنګار پارک ته مخامخ د اسمايي جادې په غاړه تر پارک هوټل لاندې به یو تاویز لیکونکی ناست و او په لوړ غږ یې د یوې نامعلومې نړۍ د عذابونو نیمه منظومې کیسې کولې، د هغه غږ او څېره ویروونکې وه، یا به ماته ویروونکې ښکارېده. هغه ویل: چې په کومه بله نړۍ کې یو مار دی، چې اویا زره سرونه لري، په هرسر کې یې اویا زره خولې دي او په هرې خولې کې اویا زره نېښونه... دا کیسه به همداسې روانه وه او د مارانو، ښامارانو، لړمانو او دیوانو بیانونه به یې کول، د دغه سړي مخې ته ژېړ کاغذونه هم ایښي وو، چې ورباندې د مارانو او لړمانو د عکسونو ترڅنګ کږې وږې کرښې ایستل شوې وې. په ژېړو کاغذونو کې څه بې مانا توري او شمېرې هم وې، چې هغه مهال ما لوستلای نه شوې، یا به مې له ویرې سترګې ترې پټولې. ښايي پوښتنه به پیدا شي، چې نو دې سړي ولې داسې کول؟
ځواب ساده دی:
د پیسو ګټلو لپاره.
دغه سادو یو کوشنی څټک درلود او په یوه واړه لرګین بکس کې یې د تاویزونو نوي وسپنیز پوښونه پراته وو، له ده راکړۍ شوي خلک به یو یو ورته کېناست، سړي به ژر د مارانو او لړمانو او کږو وږو کرښو کاغذ په مهارت قات راقات کړ او په وسپنیز پوښ کې به یې ننهایست، بیا به یې په ډېر مهارت په کوشني څټک د پوښ کونجونه وټکول او تاویز به چمتو شو. دا تاویز په پینځه روپۍ خرڅېده. ښايي اخیستونکي ګومان کاوه، چې دا تاویز به یې له هغو مارانو او لړمانو وساتي، چې ده ته د مړیو له عجیبې دونیا څخه ګواښ پېښوي. اوس اوس چې زه د هنر او اساطیرو په اړه څه لولم او فکر کوم، نو داسې ګڼم چې هاغه سړی په مسخره بڼه د مبتذل اساطیري هنر خاوند و، ځکه په منظومه وینا او ویروونکي غږ یې د یوې ناڅرګندې نړۍ له مارانو او لړمانو خلک ویرول او خپل تاویزونه یې پرې خرڅول.
په سیاسي ډګر کې هغه کسان چې د خرافاتو او افراطي افکارو په زور ښکلی ژوند بدرنګوي، د خلکو په زړونو کې ویره اچوي او ځانونه تر مرګ روسته د یوې بلې نړۍ استازي بولي او له همدې امتیاز څخه په ګټه اخیستنه غواړي واک، ځواک او پیسو ته ځان ورسوي، له هاغه تاویزپلورونکي سادو سره هېڅ توپیر نهلري. په حقیقت کې دوی تر هغه خطرناک او ګواښونکي زامبیان ځکه دي، چې هغه به د پینځو افغانیو لپاره یو څو وګړي تېرایستل، خو د ویروونکیو افکارو خپرونکي ذهني زامبیان او د بلې نړۍ د مارانو او لړمانو تصویروونکي یوه ټولنه او ولسونه له ژوند څخه زړهتوري کوي.
د خرافاتو په زهرو د سالمو فکرونو لړونکي ذهني زامبیان چې هرڅوک وداړي، نو قرباني شوی وګړی پخپله په یوه بل زامبي بدل شي او په دې توګه له ژوند، تفکر، ښکلا، هنر، تولید، پرمختیا، ساینس او مثبته علومو څخه د انسانانو د ویرولو او زړه توري کولو په جنایت پیل وکړي. دا ټولنیزه ناروغي ساري ده او په چټکۍ خپریږي.
لرغونیو مصریانو د نیل پورې غاړه د مړیو نړۍ ګڼله، دوی به خپل مړي مومیايي کول او تر سیندپورې غاړه د مړیو نړۍ کې به یې ايښودل. د اعمالو لیکونکي داسې روحانیون هم وو، چې د مړي له کورنۍ څخه یې د پیسو اخیستلو په بدل کې په پاپیروس کاغذونو داسې لیکنې کولې، چې ګواکې د هغو په مرسته مړی په هغه نړۍ کې خوشاله اوسي. دوی د مړیو کتاب درلود، چې په پاپیروس کاغذ یې تر مرګ روسته د نړۍ عذابونه پهکې لیکلي وو. د مصر لرغونې ټولنپوهنه دا راڅرګندوي، چې داسې کار هغو کسانو کاوه، چې د مړیو له مومیايي کولو، مراسمو، په پاپیروس کاغذونو د خرافي متونو له کښلو او نورو چارو څخه یې پیسې ګټلې. په حقیقت کې همدغې ټلوالې د خپلې ګټې وټې او د مصریانو په ذهنونو د سوداګرۍ لپاره ترمرګ روسته نړۍ په اړه فکرونه او عقیدې پنځولې او له دې لارې به یې ځانونه پړسول. د وخت په تېرېدو د مړیو د نړۍ دغه کاروباریان خورا بډای او زورور خلک شول.
د مرګ له نړۍ څخه د خلکو وېرول، په افراطي افکارو له ژوند څخه د خلکو لرې کول او په خرافاتو باندې د باور او عقیدې عامول په سېمبولیکه بڼه د زامبي فیلمونو اصلي پیغام دی.
خپل ماشومان، پېغلوټې او زلمکیان ژوند ته خوشبین وروزئ، له ژوند او مرګ څخه یې مه ویروئ. دوی باید په یوه ښکلي، بښونکي او مهربان څښتن باور ولري، چې نړۍ او ژوند یې ښکلي هست کړي دي. دوی ته دا باور بویه، چې که د خپلې عقیدې و باور له روحاني او اخلاقي ارزښتونو سره سم ژوند وکړي او زیان یې بل انسان ته ونه رسیږي، نو تر مرګ روسته نړۍ به یې تر دې لا ښکلې وي.دوی له هغو مارانو او ښامارانو مه ویروئ، چې اویا زره سرونه او په هر سر کې اویازره خولې او په هره خوله کې اویا زره نېښونه او.... لري.
د زامبیانو فیلمونه لیدونکي ویروي او د ذهني و فکري زامبیانو وجود ټولنه له ښکلي ژوند څخه ډاروي، په خرافاتو یې لړي او په دې کې خپلې پینځه روپۍ ګټي، واک مومي، سیاست کوي او د زامبیانو په شان ورځ تر بلې خپله ډله لویوي.
خپل بچیان د خرافي زامبیانو له ګواښ څخه خبر کړئ او مه پرېږدئ چې د دوی د حرص قربانیان شي.
یادونه: په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې او شننې د لیکوالو نظر دی، د افغانستان انټرنشنل د نظر او پالیسۍ ښکارندويي نه کوي.