امریکا ومنله چې د حقاني پر سر ټاکلې جایزه یې لغوه کړې، خو د ترهګرو نوملړ کې لا هم شته

۱ ساعت مخکې

امریکا ومنله چې د سراج الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه یې لغوه کړې، خو د ترهګرو نوملړ کې یې نوم لا هم شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې سرا‌ج‌الدین حقاني او شبکه یې د امریکا د ترهګرو افرادو او سازمانونو له نوملړ څخه نه دي اېستل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ( د کب ۴مه) زیاته کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو مشرانو نومونه یې د متحده‌ایالاتو تر څار لاندې کسانو له نوملړ څخه لرې کړې دي.

د سراج‌الدین حقاني سربېره، د حقاني شبکې دوه نور غړي عزیز حقاني او یحیی حقاني هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند د عدالت لپاره د جایزو له پروګرام څخه اېستل شوي دي.

د دغه وزارت د عدالت لپاره د جایزو پروګرام له دې مخکې لیکلي وو، چې عزیز حقاني او یحیی حقاني سراج‌الدین حقاني ته نږدې کسان دي.

امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر له خپرېدو درې ورځې وروسته د دغه تحول په تړاو کوم عمومي غبرګون نه دی ښودلی، خو نوموړي وزارت افغانستان انټرنشنل ته په ځواب کې لیکلي: «دا د متحده ایالاتو سیاست دی چې په دوامداره توګه د عدالت لپاره د جایزو پروګرام وارزوي او اصلاح یې کړي.»

دغه وزارت زیاته کړې: «که څه هم دمګړی د دغو کسانو پر سر کومه جایزه نه ده ټاکل شوې، خو د یادو درېیو کسانو نومونه لا هم د نړۍوالو ترهګرو (اېس‌ډي‌جي‌ټي) په نوملړ کې دي او حقاني شبکه د نوملړ په سر کې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.»

د عدالت لپاره د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پروګرام د هغو کسانو د اطلاعاتو لپاره چې د یوه لوی ترهګر د نیول‌کېدو لامل ګرځي، مېلیونونه ډالر جایزه ورکوي.

د عدالت لپاره د جایزو له پروګرام څخه د حقانیانو لرې کول د طالبانو له خوا مثبت غبرګونونه راپارولي، چې تېره اونۍ یې د «ښه نیت» په توګه یو امریکایی وګړی خوشې کړ.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې سراج‌الدین حقاني ته نږدې کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د مشرانو پر سر ټاکلې جایزې لغوه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حقاني شبکې د مشر سراج‌الدین حقاني نوم لا هم د امریکا د فدرالي پولیسو ادارې یا اېف‌بي‌ای په وېب‌پاڼو او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په مخکېنۍ وې‌پاڼه کې تر څار لاندې د «نړۍوال ترهګر» لیدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو