د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، چې د روان کال له پیله یې له افغانستان سره د دوغارون پر پوله د ۱۷۴۶ میلیارده ریالو په ارښت قاچاقي توکي نیولي دي. د هغه په وینا، په نیول شویو قضیو کې ۸۰ سلنه افغان اتباع ښکېل دي.
دغه ایراني چارواکي ویلي، د ایران د قاچاقي توکو پر ضد ادارې په تایباد کې د قاچاقي توکو په اړه ۱۰۴۴ قضیې ثبت کړې دي.
د حسین جمشیدي په خبره په کشف شویو قاچاقي توکو کې تېل، غلا شوي ګرځنډه تلیفونونه، ګاز لرونکي څښاک او د موټرو پرې شاملې دي، چې ایران ته د داخلېدو او یا هم له ایران څخه د وتلو پرمهال نیول شوي دي.
د خراسان رضوي د تایباد ولسوالی ویلي:«د دوغارون د قاچاقو پر ضد ادارې د خراسان رضوي په کچه د دغو چارو په رسېدو کې تر ټولو لوړ ځای لري او شاوخوا ۸۰ سلنه قضې چې پر دغه پوله ثبت شوي دي د افغان وګړو سره تړاو لري.»
جمشیدي زیاته کړې، چې له رسمي لارو پرته ایران ته د توکو د ننوتلو او اېستلو هر ډول اقدام جرم ګڼل کېږي او له سرغړونکو سره به د قانون له مخې چلند وشي.
پر همدغه مهال د تایباد ولسوال ویلي، چې د دوغارون بندر له لارې هره ورځ له ۴۰ زرو څخه ډېر ایراني او افغان موټر چلونکي او سوداګر تګ راتګ کوي او دغې ګڼې ګوڼې د قاچاق د څار اړتیا ډېره کړې ده.

