پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې کابو ۵۰ زره او ۲۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳ زره او ۲۷۴ کسان ټپيان شوي دي.
د غزې روغتیایي چارواکو د یکشنبې په ورځ (د وري ۳مه) په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، چې د اسراییلي پوځ یوازې په وروستي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په ټولو شمالي، مرکزي او سوېلي سیمو کې د یکشنبې په ورځ چاودنو دوام درلود.
عیني شاهدانو ویلي، چې اسراییلي جنګي الوتکو په دې سیمو کې څو هدفونه په نښه کړي دي.
د دوی په خبره، بریدونه د اوونۍ له پیل سره پیل شول او د یکشنبې په ورځ یې زور واخیست.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل له دوو میاشتو اوربند وروسته یو ځل بیا د حماس پروړاندې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي او دغه بریدونه د دې لامل شوي چې د غزې خلک بیا له خپلو سیمو وتښتي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ځلونو ویلي، چې د جګړې اصلي موخه د نظامي او حکومتي ادارې په توګه د حماس له منځه وړل دي.
د نوموړي په وینا، د عملیاتو د بیا پیل موخه د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل دي.
حماس اسراییل تورن کړی، چې له غزې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو له پیل څخه په ډډه کولو سره د اوربند تړون نقض کړی دی.
حماس همداراز ویلي، چې د خبرو اترو دوام ته لېوالتیا لري.