بریتانیا او کاناډا د یکشنبې په ورځ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند. دواړو هېوادونو دا ګام د نږدې دوه کلنې جګړې په سیوري کې پورته کړ، چې په غزه کې د لسګونو زرو انسانانو ژوند یې اخیستی دی.
د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر په خپله اعلامیه کې وویل: « نن، د فلسطینیانو او اسراییلیانو لپاره د سولې د هیلو د بیا راژوندي کولو او د دوهدولتي حل لپاره، برتانیا د فلسطین دولت په رسميت پېژني».
د سټارمر په وینا، لندن غواړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درشل کې د سولې لپاره عملي ګام پورته کړي.
په همدې ترڅ کې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني هم اعلان وکړ چې هېواد یې له فلسطین سره د رسمي دولت په توګه اړیکې ټینګوي. ده وویل، « کاناډا د فلسطین دولت په رسمیت پېژني».
کارني ټینګار وکړ چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل د حماس لپاره کومه جایزه نه ده، بلکې هغو کسانو ته ځواک ورکوي چې د سولې او ګډ ژوند غوښتونکي دي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر دا ګام ستایلی او له نورو هېوادونو یې هم د ورته ګام اخېستلو غوښتنه کړې ده.