د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطیني دولت له رسمیت پېژندنې وروسته ویلي، چې دا پرېکړه «ترهګرۍ ته لویه ډالۍ» ده. نوموړی وايي، د فلسطین دولت به هیڅکله جوړ نه شي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطین دولت له رسمیت پېژندنې وروسته غبرګون ښودلی.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:«زما څرګند پیغام د هغو مشرانو لپاره چې د اکتوبر د اوومې خونړي برید وروسته د فلسطین دولت په رسمیت پېژني دادی، چې تاسې ترهګرو ته لویه ډالۍ ورکوی.»
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د فلسطین دولت جوړېدل به هېڅکله عملي نه شي.
نتنیاهو زیاته کړې:« د دې وروستۍ هڅې ځواب به، چې غواړي زموږ د هېواد په زړه کې یو ترهګریز دولت پر موږ وتپي، د امریکا له سفر وروسته ورکړم. انتظار وباسئ.»
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د یکشنبې په ورځ بریتانیا، کاناډا او استرالیا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده او تمه ده چې یو شمېر نور اروپايي هېوادونه به هم د فلسطین دولت په رسمیت و پیژني.