د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي رییس محمد رضا بهرامي ویلي، چې د امریکا له خوا پر چابهار بندر د بندیزونو د معافیت لغوه کول یوازې پر تهران فشار نه راوړي، بلکې دده په وینا، د سیمې د هېواددونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د مخنیوي هڅه هم ده.
چابهار بندر د عمان سمندرګي په غاړه کې د ایران یوازینی اوبي بندر دی، چې د نړیوالو سوداګریزو لارو د نښلولو لپاره مهمه دروازه ګڼل کېږي.
دا بندر د هند لپاره افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لاسرسي د بدیلي لارې په توګه ستراتیژیک اهمیت لري او د شمال ـ جنوب نړیوال دهلیز INSTC یوه مهمه برخه ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۸ کال له بندیزونو نه د چابهار بندر استثنا یې لغو کړې او بندیزونه به د سپټمبر له۲۹ مې عملي شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا چارو مسول محمد رضا بهرامي د امریکا له خوا د چابهار بندر د معافیت لغوه کولو په غبرګون کې ویلي:«دا یوازې پر ایران د فشار راوړلو او د سیستان او بلوچستان د اقتصادي پرمختګ د مخنیوي لپاره نه دی، بلکې د دې غیرقانوني هدف په یاد بندر کې د پانګونې او پراختیا په تړاو د نورو هېوادونو د همکارۍ او ګډون مخنیوی دی.»
کارپوهانو ویلي، چې د واشنګټن یاده تازه پرېکړه نه یوازې پر ایران بکلې پر هند او افغانستان هم اغېز کولی شي، ځکه هند چابهار د خپلو اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو یوه مهمه برخه ګڼي.