اسټرالیا به نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړي.
د بریتانیا او پرتګال تر څنګ به کنبیرا د لویدیزې نړۍ درېیم هېواد وي چې داسې ګام پورته کوي. تمه ده چې یاد دوه هېوادونه هم د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اعلان وکړي.
د اسراییل ټایمز د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرهغو هېوادونو اعتراض کړی چې د فلسطین د دولت پېژندنې هڅې کوي، په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې اسراییل ممکن د لویدیزې غاړې د الحاق له لارې متقابل اقدام وکړي.