د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرکزي او د پارلمان غړی شیر افضل مروت د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو او ځورولو په غبرګون وايي، «پاکستان انسانیت تر پښو لاندې کړی او په دغه هېواد کې یې د افغانانو اوسېدل حرام کړي دي.»
ښاغلي مروت په خپل اېکسپاڼه د ویډیويي پیغام په خپرولو سره د پاکستان حکومت له لوري د افغانان کډوالو په وړاندې پر سختو پالیسیو نیوکې کړې دي.
نوموړی وايي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغانانو اوسېدل حرام کړي دي.«اوس چې هر افغان له کور نه د سودا رانیولو لپاره راوځي نو که هر چا ونیو، پنځوس زره یا یو لک کلدارې خو بس ترې اخیستل کیږي. نن سبا افغان کډوال د خپلو ګاونډیانو په وسیله د کور لپاره سودا له بیرون راغواړي. د دې خلکو ژوند یې دومره ورته تریخ کړی دی.»
شیرافضل مروت د پوښتني په ډول وايي، پاکستان ته د نړۍ کوم اخلاق دا اجازه ورکوي، چې افغان کډوال باید د مارچ تر ۳۱مې له دغه هېواد ووځي.«تاسو بنګالیان، له هندوستان راغلي «مهاجر» له بل ځایه راتلونکي بلوڅان، د ګلګت بلتستان خلک او کشمیریان خپل کړي دي ډیر مو ښه کړي دي، ان د پولي ها غاړي کشمیریانو خپلولو ته لا چمتو یاست، نو دا افغانان ولې نه شئ خپلولای؟ دا بیلوالی ولې کیږي.؟
نوموړی د افغان کډوالو د ایستلو او نیولو په غبرګون کې پر پاکستان نیوکه کوي او وايي، د افغان کډوالو له زهیرولو او ځورولو دي لاس واخیستل شي.
د پاکستان حکومت د روانې مییاشتې تر ۳۱مې افغان کډوالو ته ضرب الاجل ورکړی چې له دغه هېواد ووځي.
تر دې وړاندې د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د افغان کډوالو اېستلو په اړه د مرکزي حکومت د پالیسۍ مخالفت وکړ او ویلي یې دي، چې افغان کډوال باید په زور ونه اېستل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي، چې د افغان کډوالو د وتلو لپاره ضرب الاجل نه دی بدل شوی.