الجزیرې د یوې افغانې مېرمنې "فاطمې" کیسه خپره کړې، چې له ایران څخه د جبري اېستنې وروسته، اوس له وچکالۍ، بېوزلۍ او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ ده. دا کیسه یوازې د یوې کورنۍ غم نه، بلکې د هغو زرګونو افغانانو د ژوند انځور دی چې له کډوالۍ راګرځېدلي.
راپور کې راغلي چې فاطمه په لوېدیځ افغانستان کې د اسلامقلعه د انتقالاتي کمپ ګرمې شګې تر پښو لاندې کوي او د یوه بس څخه راکوزېږي او د نامعلوم برخلیک پر لور روانه ده. هغه د لسو زرو هغو کسانو له ډلې ده چې هماغه ورځ له ایرانه راورسېدل، او له ۸۰۰ زره هغو کسانو څخه یوه ده چې په تېرو شپږو میاشتو کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
فاطمه درې ماشومان له ځان سره یوه تشې سیمې ته بیایي، ځان پر خاورو پرېږدي او له څو بسترو څادرونه ټولوي او پنا ځای جوړوي. کله چې ترې وپوښتل شي چې له دې ځایه به چېرته ځي، وايي، ښايي یو ورور یې بېرته د خپل ښار په کلي کې ورته ځای ورکړي.
د سره صلیب نړۍوال فدراسیون (IFRC) له افغان سرې میاشتې سره د کمپ په کچه د خوړو او روغتیایي خدماتو مرسته کوي، او ملګري ملتونه یو څه نغدي مرسته برابروي. خو دا مرسته یوازې د یوې ورځې لپاره ده. تر بل سهار موټر چلوونکي د ښارونو نومونه اخلي تر څو افغان کډوال ولېږدول شي.
فاطمه وايي، په ایران کې یې غالۍ اوبدل زده کړي، خو اجازه ور نه کړل شوه چې خپل وسایل له ځان سره راوړي نوموړې وایي: "زه به له صفره څنګه پیل وکړم؟ "پیسې هم نه لرم، څوک به زموږ په کلي کې زما غالۍ واخلي؟ هغوی خو هیڅ نه لري، حتی خواړه هم نه لري."
له ایرانه ایستل د هغې لپاره دردناک تجربه وه، خو اصلي کړاونه یې اوس پیلېږي. په خپل کلي کې به هېڅ دولتي دنده ورته نه وي. د ښځو د کار پر وړاندې محدودیتونو له امله سړي هم له دې ډډه کوي چې ښځینه کارګره استخدام کړي. یوازینۍ لاره یې دا ده چې خپله یوه کوچنۍ سوداګري پیل کړي، چې د دې کار پېل پيسې غواړي. امکان لري چې د بازار موندنې لپاره د خپل ورور له مرستې هم برخمنه شي، خو دا یوه سخته مبارزه ده.
دا ستونزې یوازې د هغې نه دي. د افغانستان ډېری کورنۍ د کرنې پر عاید ولاړې دي، خو کرنه له اوبو سره تړلې ده، او وچکالي هر څه له منځه وړي. د هرات ډېری سیمې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، سیندونه وچ دي او د ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې کمیږي. د کرنې نشتون خلک ښارونو ته مجبوره کوي، خو هلته هم د اوبو بحران روان دی. Mercy Corps سازمان ویلي، د کابل نیمایي ژورې څاګانې وچې شوي او ښايي ښار په راتلونکو پنځو کلونو کې له لاسرسي وړ اوبو بې برخې شي.
د فاطمې لپاره یوازینۍ هیله دا ده چې لږ عاید ترلاسه کړي او د اوبو له یوې سرچینې سره نږدې ژوند پیل کړي. که دا زمینه برابره شي، کولی شي د خپلو ماشومانو ښوونځي ته پام وکړي. لور به یې د مدرسې زده کړې ته اړ شي، چې دا به د ایران له تعلیمي تجربې یوه ښکته کچه وي. که چیرې بخت ورسره مل وي، ښايي داسې مدرسه پیدا کړي چې تر دولسم ټولګي پورې مضامین لري. که لږه پانګه هم ولري، ممکن مسلکي روزنه یا انلاین کورسونه هم تعقیب کړي.
خو دا محدودیتونه نوې خبره نه ده، دا د ښار او کلیو تر منځ، د فردي ارمانونو او دودیزو ارزښتونو ترمنځ اوږدمهاله شخړه ده. بهرنۍ مرستې به یوازې هغه وخت موثر وي، چې پټه، انعطافپذیره او د زدهکړې او تبادلې فرصتونه برابر کړي، خو د ایدیالوژیکو جګړو پرېکړه افغانانو ته پرېږدي، ځکه دا وخت غواړي. ځینې موسسې دا هڅه کوي، خو لا هم پراخې نه دي.
که فاطمه د یوه کوچني سوداګریز ابتکار لپاره پانګه تر لاسه کړي، پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او د خپلو ماشومانو لپاره ښوونه تضمین کړي، نو یوه هېله به وي. خو بل انتخاب ډېر تریخ دی، او له بده مرغه ډېر ممکن. لکه د ډېری نورو نویو ستنېدونکو، دا امکان شته چې په څو اونیو کې له هر څه بې برخې شي. نه به د سوداګرۍ لپاره فرصتونه ولري، نه به اوبه وي، کلی به یې خالي شي. که پاتې شي، روغتیا به یې خرابه شي، او طبي خدمتونه یا ډېر لرو پروتو سیمو کې وي یا ډېر ګران. ښايي خپله لور یې مجبوره شي ژر واده کړي، او زامن د ارزانه مزدورۍ بازار ته ولېږي. دا سناریو یوازې د هغې نه ده، دا د ټول افغانستان تصویر دی.
که وکولای شي، د دې ټولو مخنیوي لپاره، یو ځل بیا به هڅه وکړي چې بېرته ایران ته لاړه شي.
ایا نړیوال مرستندویان کولی شي فاطمه او ورته نورو کسانو سره مرسته وکړي؟ له ټولو ستونزو سره سره، په تېرو څلورو کلونو کې بشري مرستې یو څه اندازه وې، له اوو میلیاردو ډالرو زیاتې ولګول شوې، چې کولی یې شو لسګونه زره ښځې خپلو کاروبارونو ته برابرې کړي، کرنیزې ځمکې خړوبې کړي، اوبو ته لاسرسی رامنځته کړي، بدیل تعلیمي سیستمونه جوړ کړي، خو دا پیسې تر ډېره بیړنیو مرستو ته تللې دي، او ډېرو مرستندویانو له اوږدمهاله پانګونې ډډه کړې، ځکه نه غواړي د اوسني واکمن نظام مشروعیت ته زمینه برابره کړي.
نوی تګلوری اړین دی. د مرستو کمښت سره، باید پاتې لږې پیسې د ځایي حل لارو پر بنسټ د اقتصاد، اوبو، روغتیا او زدهکړې په برخو کې ولګول شي. دا به فاطمه او ورته نورو ته یوه هیله وي.
که څوک اخلاقي دلیل ته قانع نه وي، نو باید دا واقعیت درک کړي چې سږکال د افغانانو تاریخي ستنیدنه ښايي د راتلونکو کلونو د لا پراخه کډوالۍ یوه مقدمه وي. غوره دا ده چې نن پانګونه وشي، تر څو خلک د خپلو کورونو په خاورو کې ژوند جوړ کړي، نه دا چې سبا په کمپونو او د انساني قاچاق ضد هڅو کې ډېرې مرستې وکارول شي.