پاکستاني طالبانو د پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې خپل بېرغ هسک کړ

AP ۱۴۰۴ وری ۱

په پاکستان کې د خراسان ډایري په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړۍ ورځ سهار مهال د «ټي ټي پي» وسله والو د پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو یوه پوسته نیولې او خپله بېرغ یې پرې هسک کړی دی.

په راپور کې د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکل شوي، چې پاکستاني پولیسو په سیمه کې څو ورځې دمخه دغه پوسته له دې کبله پرېښې وه، چې د وسله والو شمېر پرې ډېر شوی او دوی یې نور د ساتلو توان نه درلود.

سرچینې زیاته کړې، چې د پولیسو شمېر د کموالي له کبله دغه پوسته مخکې له مخکې خالي شوې وه.

همدا راز سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ په نورنګ بازار کې ناڅرګنده وسله والو د هاشم خان په نوم د پولیسو یو سرتېری په ډزو وژلی دی.

په پښتونخوا کې نا امنۍ مخ په پراخیدو ده، ځايي سیاستوال او اوسېدونکي د‌ پاکستان مرکزي حکومت تر څنګ پوځ ته د پړې ګوته نېسي.

د دغه ایالت سیاستوال وايي، روانه نا امني د حکومت د بې غورۍ له کبله ده او په لوی لاس یې د پښتنو په سیمه کې اور بل ساتلی دی.

په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو وروسته له هغې سترګې وکړې، چې په افغانستان کې پخوانی جمهوري حکومت ونړید او د دغه ډلې متحدین افغان طالبان په پر کابل واکمن شول.

پاکستان ګیلې او شکایتونه کوي چې پر دوی روانه نا امني له افغانستان څخه جوړه شوې او هلته طالبانو «ټي ټي پي» ته خوندي پناه ځایونه ورکړي، خو افغان طالبان یې ورسره نه مني.

نور خبرونه

رادیو