نوورځ یا نوروز تر دې وړاندې چې په لوی لاس په کومه ګروهه (عقیده) یا سیاست پورې وتړل شي، ډېر ساده یې پېژندلی شو؛ دا د طبیعت د فطرت جشن دی، د پسرلي د رارسېدلو جشن او د ترټولو طبیعي کالهیندارې (تقویم) په حساب د کال د رانوي کېدو د خوښۍ او سمسورتیا و راپنځېدلو د احساس جشن.

له هرډول مذهبي یا سیاسي تړوا پرته زرګونه کاله وړاندې چې مصریانو لومړنۍ کالهینداره وټاکله، نو بنسټ یې د طبیعت او فصلونو بدلون و. دوی د لمریز او سپوږمیز کال توپیر د نیل د اوبو لوړېدل اوکوزېدل او د Sopdet سیریس (سوتیس یا شباهنګ) ستوري راختل ګڼل. دا ستوری د اوړي په سم نیمايي کې راخېژي او د هغه تر راختلو څلورنیمې لمریزې میاشتې مخکې یې د نوي لمریزکال لومړۍ ورځ ګڼله، چې همدا د نوروز ورځ کیږي. مصریانو دا ورځ د کرکېلې و سمسورتیا د پیل جشن ګاڼه.

اریایان د سهیل لوري ته د ډله‌ییزې لېږدېدنې پرمهال پوونده کوچیان ول، ترمیلاد شاوخوا څلورزره کاله وړاندې له امو په رااوښتلو او بیا د هیندوکوښ سهیل ته د هیند تر شمال او لویدیز ته مخ په کاسپین د تللو پرمهال ورو ورو مېشت شول او په کرنه یې پیل وکړ، د دوی د ژوند په دواړو پړاوونو ( شپني او بزګرۍ) کې پسرلی د ژوندژواک د ښه موسم زیری و. زموږ اریايي نیکونو دا ورځ د اقتصادي اړتیا له مخې ښه ګڼله، دا چې روسته یې له زردښتي دود دستور سره اړیکه وموندله، لامل یې دا و، چې زردښت پخپله د کرکېلې، رمه ساتنې و طبیعت پالنې پلوي و. د زردښت د نامه یوه مانا (اوښ‌لرونکی) یا ( د ژېړ اوښ خاوند) بلل شوی دی. د ګاتونو/ ګاڅونو او د اوستاپه نورو سرودونو کې د رمو، پسرلي، باران او سمسورتیا ګڼې یادونې وینو.

په تاریخي سرچینو کې هم د نوروز تر اساطیري او افسانوي ځانګړنو وړاندې دغه جشن د طبیعت، پسرلي، ښکلا، کرکېلې او لمریزکال د اوښتو مناسبت ګڼل شوی دی. حکیم عمر خیام چې د غوره شاعرۍ ترڅنګ په نجوم کې هم یو نوموتی پوه دی او د جلالي لمریز تقویم له بنسټوالو ګڼل کيږي په نوروز نامه کې لیکي:

« ازاده ژباړه:د نوروز نوم ځکه پرې ايښوول شوی، چې کله وپوهېدل لمر دوه دورې لري او هر درې سوه او پینځه شپېته ورځې په څلرمه برخه کې د حمل لومړۍ دقیقه رانوې کیږي هماغه وخت نوې ورځ رارسیږي... »

حکیم عمرخیام تر دې وړاندې په نوروزنامه کې د انګورو د ونې د رامنځ‌ته کېدا کیسه کوي:

پخوا په هرات کې یو پاچا و، چې (شاه شمیران نومېده ) او د باغونو له روزنې سره یې مینه لرله، یوه ورځ په خپل باغ کې ناست و، چې ګوري یوه مار ځان د هما له یوه مرغه تاو کړی او غواړي ویې خوري، د پاچا زوی مار په غشي ولي او مرغه ژغورل کیږي. کال ته په هماغه ورځ بیا پاچا د پسرلي په سیل ناست دی، چې هماغه مرغه راځي او له خپلې مښوکې څودانې د پاچا په مخ کې غورځوي، پاچا خپل باغوان راغواړي او د مرغه کیسه ورته کوي، چې تېرکال مو ژغورلی و، سږکال یې موږ ته یوه ډالۍ راوړې ده اودانې ورکوي، چې ویې کري. باغوان دغه دانې کري او د انګورو یوه ښکلې ونه ترې زرغونیږي او بیا انګور نیسي. د خیام په نظر ځکه نو په هرات کې د نړۍ تر ټولو رنګارنګ [ سل ډوله] او ښه انګور کیږي . خیام وايي: دغه ورځ د نوروز ورځ وه.

نوموتی پوه ابوریحان بیروني په خپل کتاب «التفهیم» کې د نوروز په اړه لیکي:

« ازاده ژباړه:نوروز د فروردین (وري) د میاشتې لومړۍ ورځ ده او ځکه یې نوې ورځ بولي، چې د نوي کال تندی ده او تر دې روسته پینځه ورځې جشنونه وي او په شپږمه ورځ یې لوی نوروز وي...)

په پښتو ادبیاتو کې چې هرکله نوروز یاد شوی، د پسرلي، سمسورتیا، ښکلا، هیلو مینې او طبیعت د غوړېدو د جشن په توګه یاد شوی دی. لږ ترلږه په پشتو ادبیاتو کې موږ هیڅ ځای د نوروز کوم مذهبي یا سیاسي تړاو موندلای نه‌شو:

د خوشال خان خټک لاندې بیتونه وګورئ:

بړبړ رایشه نوروزه دلفروزه

ستا په وخت مې اسوده شي سترګې پوزه

د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي

فیض یې رسي هم تر سپاندې هم تر ځوزه

په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړه

پر خوشحال خټک دې قدر دی نوروزه

یا:

د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم

نوراني یې شي‌ له فیضه هغه دا هم

بل‌ځای:

نور باغونه د نوروز په ورځ غوړیږي

په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ

موشګاف حمید ماشوخېل هم نوروز ته خوښۍ او بزم تغزل د موسم په سترګه ګوري:

هغه دم شاه جهان شم په دماغ کې

چې له ښکلو سره کېنم په نوروز

د دواړو لویو شاعرانو په شعرونو کې له نوروز سره د پسرلي ښکلا، د مینې احساس، د طبیعت د پنځون او غځوونو هنري غبرګون وینو. داسې ښکاري، چې دغه جشن افغانانو په دودیز او تاریخي توګه لمانځلی او دا مهال یې د طبیعت له ښکلا خوند اخیستی، د کال د ښېرازۍ هیلو خوښ کړي او د کار، تولید و کرکېلې لپاره یې لا پسې ډېر توان وربښلی دی.

امیرعبدالرحمن خان له شخصیتي پلوه متدین او په دین ټینګ پاچا تېر شوی دی. د اسلامي شریعت پر پلي کېدا د ده ټینګ دریځ ټولو ته څرګند دی، خو همدغه امیر هم نوروز د افغانستان په مهمو اخترونو کې شماري او د رسمي لمانځنې حکم یې ورکوي، دی په دې اړه په خپل منسوب کتاب تاج التواریخ کې لیکي:

« ژباړه ولنډيز: په افغانستان کې د اخترونو او رخصتیو په هکله، په کال کې پینځه اخترونه لمانځل کیږي، چې په لاندې توګه دي، کوشنی اختر، لوی اختر چې په قمري میاشتو ټاکل کیږي، درېیم اختر د برات دی... څلورم اختر د نوروز دی، چې هرکال د فرانسې د میاشتو په حساب د مارس په یویشتمه راځي...»

بل ځای لیکي: خپلو همکارانو ته مې وویل، چې هیندکي (اوسني چهلستون) ته ولاړ شئ او د نوروز ورځ ښه شانداره ولمانځئ او خوښ اوسئ

کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستاني لیکي:

« د اعلیحضرت شاه امان الله د سلطنت پرمهال به د نوروز په ورځ پاچا د یوې وینا تر اورولو روسته دغه ورځ د قولبه کولو په جشن پیلوله، قولبه کول به پخپله پاچا امان الله پیل کړل، اعلیحضرت په دغه ورځ بزګري جامې اغوستلې او ملا به یې په یو څادر تړله، په خپل لاس به یې زغ پر غوايي تاړه او په سپارې پسې به روان، زمکه به یې څیرله، هغه په خپل دې کار بزګري او کرکېلې ته ارزښت ورکاوه. په دې ورځو کې به له ټول هېواده ښه روزل شوي څاروي او مرغان د ده له مخې تېرېدل او ده به بریالیو بزګرانو او څارویو روزونکیو ته ډالۍ و سوغاتونه ورکول، نیالګي به یې کېنول او په دې توګه د نوروز په جشن کې د دهقان میله له همدې ورځې پیل شوه» چې روسته بیا د هېواد په رسمي کالهېنداره کې ځای ورکړل شو.

د نوروز په شاوخوا ورځو کې په افغانستان کې ګڼې میلې ترسره کیږي، چې یوڅو یې دا دي:

دهقان مېله، د مزار ګل سرخ مېله، جنډه پورته کول، د شاطرانو میله، د قولبه کشۍ مېله، د سمنکو مېله، د باغ لطیف مېله، د سخي مېله، د دارلوبې مېله، د جبې مېله، د منډه‌يي مېله، د نیالګیو د کېنولو مېله، د تخت صفر مېله، د کال د لومړۍ چارشنبې مېله او نورې.

لنډه یې دا چې نوروز د طبیعت جشن دی، د طبیعت د فطرت او ښکلا جشن، چې د انسانانو په ښکلاییز ذوق کې غځوونې کوي. دا جشن له کرکېلې او سمسورتیا سره پیوند لري او هرځای چې انسانان د طبیعي کال نوي کېدو ته خوښي څرګندوي هلته نوروز لمانځل کیږي. نوروز په کومه ځانګړې عقیده، دین یا سیاسي پېښه پورې تړل سم کار نه دی. د جمشید یا بل پاچا د واک ته رسېدو کیسې د زړې اریانا د اساطیري زمانې نکلونه دي، چې کوم عقیدوي ماهیت نه لري. نوروز نه کفارو سره مشابهت دی او نه له بل چا سره، بلکې په دې او هغه نوم د دغه طبیعي جشن د لمانځلو مخنیوی د خلکو د دود دستور په وړاندې درېدل، تنګ‌نظري او بېځایه تعصب او استبداد دی، چې ښايي د افغانستان زړور ولس یې مخه ونیسي او په بشپړه زړورتیا د خپلو نیکونو او اسلافو دغه ملي -دودیز جشن په پوره خوښۍ سره ونمانځي.

نور خبرونه

رادیو