د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل په سړو سيمو کې د ښوونيز کال پيل ته په اشارې ويلي: «خلک په خپلو لوڼو تعلیم غواړي نه دز»
نوموړی ویلي په دې برخه کې ۴ کاله ضایعه نه جبرانېدونکې ده.
ضیاالحق امرخيل د چارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فقر، بې روزګاري او نهيلي خلک تر یو کچې زغملی شي، خو له زده کړو د نجونو محرومیت نه شي زغملی.
نوموړي ویلي، چې د نجونو پر مخ د زده کړو د خلاصېدو ۴ کلن انتظار د وخت ضیاع او جبرانول يې سخت دي.
امرخيل هیله ښودلې، چې «د ۱۴۰۴ ښوونيز کال کې دې د ملت غوښتنې ته دارزښت په سترګه وکتل شي او د نیم قشر محرومیت دې پای ته ورسیږي».
په سړو سيمو کې د دغه ښوونيز کال له پیل سره به دا څلورم تعلیمي کال شي، چې له شپږم څخه تر ۱۲ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي پاتې کیږي.
ډېرو افغان فعالانو، چارواکو، هېوادونو، بنسټونو او سازمانونو پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي کړي.