د فېبرورۍ په اتلسمه نېټه پاکستاني جنرالان د دغه هېواد پارلمان ته ولاړل او د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او پښتونخوا کې یې د مخ پر زیاتېدونکو جګړو په اړه د پارلماني ګوندونو مشرتابه ته راپور وړاندې کړ.

د پارلمان دغه امنیتی غونډه په بلوچستان کې په رېل ګاډی د بلوڅو ملي ګرا وسله والو له برید وروسته وشوه، ترڅو سیاسی ګوندونه او پارلمان د پاکستان د پوځ د هغو نویو پوځی عملیاتو ملاتړ وکړي، کوم چې جنرالان په نږدې راتلونکي کې په بلوچستان او پښتونخوا کې یې پیلوي.
په دې غونډه کې د پاکستان په اوسني اېتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو د مسلم لیګ، پیپلز ګوند او د اېم کیو اېم ګوند مشرانو ګډون کړی وو.
پر دوی سربېره د اپوزیسیون ځینو ګوندونو لکه د مولانا فضل الرحمان د جمیعت العلمای اسلام، عوامي نېشنل او یو شمېر نور ګوندونه هم دې غونډې ته ورغلي وو.
خو د دې غونډې ستره نیمګړتیا بیا دا وه، چې په پاکستان کې د اپوزیسیون تر ټولو ستر سیاسی ګوند د عمران خان ګوند پي ټي ای په کې ګډون ونه کړ.
د پي ټي ای له خوا په دغه غونډه کې د ګډون نه کولو عمده دلیل دا وو، چې د نوموړي ګوند پارلماني مشرتابه ته د راولپنډۍ په محبس کې د خپل بندي مشر عمران خان سره د لیدلو اجازه ورنکړه.
په پاکستان کې د تاوتریخوالي اور د هرې ورځې په تېرېدو مخ په پراخېدو دی، د خراسان ډایری په نوم په خبري ویب پاڼه کې د مارچ په شپاړسمه نېټه دا خبر خپور شوی وو، چې په تېرو اته څلویښتو ساعتونو (د مارچ له ۱۴مې تر ۱۶مې پورې) په پاکستان کې ټول ۵۷ وسله وال بریدونه شوي دي، چې په دې کې د څه فاصلې نه ډزې، د مصوونیتی قواوو په مرکزونو د ډزو بریدونه، بېلابېلې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه هم شامل وو.
د خراسان ډایري راپور په دغو بریدونو کې د ۱۶ تنو د مرګ او ۴۶ تنو د ټپی کېدو خبر ورکوي، چې په دغه شمېر کې د بلوچستان په نوشکي کې د بلوچستان د ازادي بخش پوځ نومې وسله وال سازمان له خوا په ځانمرګي برید کې د ۷ تنو پوځیانو د وژل کېدو خبر هم شامل دی.
ځینی نورو خبریالانو په دې پېښه کې د ۱۱ تنو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دې او خپله د بلوچستان د ازادی بخش سازمان په دغه برید کې د ۹۱ تنو پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده، خو د کومې مستقلې خبري سرچینې له خوا دغه خبر تایید شوې نه ده.
تر دې وړاندې ویل شوي و، چې په ټولو ۵۷ وسله والو بریدونو کې ۵۶ بریدونه د پښتونخوا په ۲۲ ضلعو کې شوي او په عمده توګه دغه بریدونه د ټي ټي پي او د بي اېل اې له خوا شوي دي، چې موخه یې د پاکستان د مصوونیتی موسسو مرکزونه، ګاډي او پرسونل وو.
که څه هم په عمومي ډول په پنجاب کې ترهګریز بریدونه په نشت برابر دي، خو په پورته ذکر شویو بریدونو کې یو برید د پنجاب د ایالت د جهلم نومې ضلع په دینه کې د لښکر طیبه نومې پاکستاني ترهګریز سازمان په لوړپوړو غړو شوی وو، چې په پایله کې یې د دغه سازمان یو مهم قومندان ابو قتال او د هغه ساتونکی وژل شوی دی.
دا خبره د یادونې وړ ده، چې لښکر طیبه د سیمې او نړۍ په کچه یو پېژندل شوی ترهګریز سازمان دی، چې د هند له خوا اداره کېدونکي په کشمیر او د هند په نورو سیمو کې د خطرناکو ترهګریزو عملیاتو په وجه شهرت لري.
په تېرو دوو کلونو کې د هند د استخباراتو له خوا د پاکستان په دننه کې د دغه سازمان په غړو بریدونه شوي او یو شمېر غړي یې په دې بریدونو کې وژل شوي هم دي.
تېر کال د هند دفاع وزیر په یوې مرکه کې په دغو وژنو کې د لاس لرلو اعتراف وکړو او دلیل یې دا ورکړ، چې وژل شوي کسان هغه ترهګر وو چې په هند کې یې په ترهګریزو بریدونو کې برخه اخیستې وه او په پاکستان کې پټ وو.
د مارچ په اتلسمه نېټه د پاکستان د پارلمان له امنیتی غونډې وروسته یوه مصوبه صادره شوې ده، چې په هغې کې د تروریزم په ضد په اوسپنیزو لاسونو د ګوزار کولو ژمنه شوې ده.
په رسنیو کې په خپرو شويو راپورونو کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر له خولې راغلي، چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې په نرم دولت بدل شوی دی، پاکستان باید له دې حالته راووځي او له ځانه سخت دولت جوړ کړي، یعنې د وسله والو ډلو پر ضد زیات کلک دریځ غوره کړي.
په دغه غونډه کې د طالبانو په امارت تور پورې شوی چې هغوی له خپلې خاورې د ټي ټي پي بریدونو سره مرسته کوي، خو شنونکي وایي چې د پاکستان واکمنانو دغه خبرې پخوا هم څو څو ځلې کړې وې، خو کومه پایله یې نه درلوده، نو دا ځل ته په کې څه شی نوی دی؟
د پاکستان پوځ په داسې وخت کې نوي پوځی عملیات پیلوي، چې په پښتونخوا کې ولسونه که له یوې غاړې د ترهګرو مخالف دي، نو بلې غاړې ته هغوی د پوځ د عملیاتو هم سخت مخالف دي ځکه چې په دغو عملیاتو کې عام خلک وژل کېږی، بې کوره کېږي او کورونه او جایدادونه یې تباه کېږی، نو ځکه تېر کال په اکټوبر کې د پي ټي اېم له خوا راغوښتل شوې جرګه کې هم د پوځی عملیاتو مخالفت شوی وو، همدارنګه په بلوچستان کې د بلوڅو داسې کلی، قبیله او یا سیمه نه شته چې ځوانان یې د پاکستان د مصوونیتی موسسو له خوا برمه او تري تم شوي نه وي او بیا یې مړي موندل کېږی.
له دې سره، د عمران خان ګوند غړي هم د سوشیل میډیا له لارې د پوځ خلاف ډېر تند او اغېزمن تبلیغات کوي، نو چې ولس یې په دومره لویه کچه مخالف وي دغه عملیات به څنګه بریالی کېږی؟
بله پوښتنه دا ده، چې د پاکستان اقتصادي او مالي وضعیت دومره خراب دی، چې د اسمان لاندې یې کور په پور دی، په داسې شرایطو کې د پوځي عملیاتو لګښت به له کومه کېږي، چې کله د امریکا قواوې په افغانستان کې وې نو امریکا به د پوځی عملیاتو مصرفونه پاکستان ته ورکول خو اوس ورته اړتیا نه لري او هسې هم د ټرمپ حکومت د پیسو ورکولو په ځاې د پیسو اخیستو ته زیاته علاقه لرې، نو ایا چین به پیسې ورکړي؟
ویل کېږي، چې چین ترې په دې ناراضه دی چې پاکستان په خپله خاوره د چیناني کارکوونکو امنیت نه شي ساتلی او د چین او پاکستان تجارتی کارادور په ټپه ولاړ دې.
د بلوچستان مسله سیاسی او ملي ده او د بلوچستان یوه پخواني لومړي وزیر ډاکټر عبدالمالک ویلي دي، چې هغه د نواز شریف د حکومت په دوره کې په تبعید کې ناست بلوڅو مشرانو سره خبرې کړې وې او چې کله خبرې په مخ لاړې نو د پوځ د هغه وخت لوی درستیز د مذاکراتو مخه ونیوله، نو د دغو مسایلو له وجې دا ممکنه نه ښکاري چې دغه نوي پوځي عملیات به د پخوا نه کوم بدل نتایج ورکړي، لکه چې دا وړۍ به شړۍ نه شي.

نور خبرونه

رادیو