د پاکستان د مرکزي حکومت په ضد د بلوڅو د ملي حقوقو جګړه نوېن ه ده.دا جګړه له کال ۱۹۴۸ پیل شوې ده چې کله د پاکستان پوځونو د بلوڅانو مستقل دولت قلات په زور ونیو.

خو د تیرې چارشنبې په ورځ د بلوچستان د ازادۍ پوځ نومي وسله وال سازمان له خوا د بلوچستان په مچ کې په یوه ریل ګاډي برید او پکې ناستو د سوونو مسافرینو ( چې په دوی کې د سلو نه زیات پاکستاني پوځیان هم وو ) برمته کولو نه یوازې د سیمې د خلکو بلکې د نړیوالو پام ځان ته راوګرځاوه.

دې جګړې د څلیریشتو ساعتونو نه زیات دوام وموند، بلوڅ جنګیالیو هغه سړي چې ور سره ښځې او ماشومان وو، په وړومبي سر کې ایلا کړل.

د هغې نه وروسته پاکستاني پوځ د بلوڅو وسله والو په ضد د هیلي کوپترونو، ډرونونو او د ځمکنیو قواوو په وسیله عملیات پیل کړل.

دا لرې پرته غرنۍ سیمه ده او ژورنالستانو ته د دولت له خوا د تللو اجازه هم نه وه.

دواړو خواوو د ګڼ شمیر مخالفینو د وژلو ادعاوې کړې، خو کومو مستقلو منابعو د دغو ادعاګانو تصدیق نه دی کړی.

د پاکستاني پوځ او بلوڅ وسله والو تر جګړې په تیرو دریو کالونو کې زور موندلی دی.

لس ورځې وړاندې د اسلام اباد «د پاکستان د سولې دمطالعاتو مرکز » نومي یوه تنک ټانک په پاکستان کې د فرورۍ په میاشت کې د دولت ضد وسله وال بریدونو او په هغو کې د مرګ ژوبلې په باره کې یو راپور خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د اوسني کال د جنورۍ د میاشتې په پرتله د دولتي قواوو په ضد وسله وال بریدونه د فرورۍ په میاشت کې ۷۳فیصده زیات شوي وو.

په دې کې ۶۲ فیصده زیاتوالی په بلوچستان کې راغلی و. په دغو ټولو بریدونو کې د مړه شویو کسانو شمیره ۱۲۱ وه او ۱۰۳ تنه ټپیان شوي وو.

په مړو کې ۷۵ تنه په بلوچستان کې مړه شوي وو، په دوی کې ۱۸ تنه د پاکستاني پوځ پرسونل په قلات کې د بلوڅو وسله والو په یو برید کې وژل شوي وو‎.

د بلوڅانو ډلې

په بلوچستان کې په مهمو وسله والو ډلو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ ( بي ایل اې)، د بلوچستان د ازادۍ جبهه( بي ایل ایف ) او جمهوري خوا محافظین ( ري پبلکن ګارډ ) د یادونې وړ دي.

بي ایل اې په ۱۹۷۳ کې د ستر بلوڅ سیاسي رهبر نواب خیر بخش مري او د هغه د ملګرو شیر محمد مري ( چې په مطبوعاتو کې د جنرال شیروف په نوم هم یاد شوی وو) او میر هزار مري له خو تاسیس شوی و.

اوسبي ایل اې دوه ډلې شوې ده. یوه ډله یې د نواب خیر بخش مري د زوی هیار بیار مري ( چې په انګلستان کې اوسیږي ) له خوا رهبري کیږي او دویمه ډله یې هغه ده چې د اسلم اچو نومې کوماندان په مشرۍ بیله شوې وه.

کوماندان اسلم اچو څو کاله وړاندې په کندهار کې د پاکستاني استخباراتو له خوا تنظیم شوي ځانمرګي برید کې وژلی شوی، خو د هغه ډله اوس هم تر ټولو غښتلې او فعاله ډله ده.

د تر ټولو زیات ځانمرګي د مجید بریګیډ په نوم د قواوو تړاو هم د دغې بې ایل اې سره دی.

په دې سازمان کې زیاتره خلک د مکران د ساحلي سیمې او له ایران سره لګیدلې سیمې باسواده ځوانان دي.

بې ایل ایف د یو ځوان بلوڅ سیاسي مخکښ ډاکټر الله نذر بلوڅ له خوا تاسیس شوې ده. دا ډله هم مکران کې په درمیانه اقشارو او خواري کښو طبقو کې زیات پلویان لري.

د جمهوري خوا محافظینو بیس په بګټي قبیله کې دی او دا سازمان د ارواښاد نواب اکبر بګټي لمسي برمداغ بګټي ( چې اوس د اروپا په سویزرلینډ کې میشت دی) له خوا په ۲۰۰۶ کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د نواب اکبر بګټي د وژل کیدو نه وروسته تاسیس شوې ده.

له سوله ییزې مبارزې تر وسلې

ګوادر کې د بلوڅانو لاریون چې په تاوتریخوالي واوښت

په شلمه پیړۍ کې د بلوڅو مبارزه په وړومبۍ مرحله کې زیاتره سوله ییزه سیاسي او پارلماني وه. دوی د نیشنل (ملي) عوامي ګوند غړي وو چې مشري یې پیژندل شوي يښتون سیاسي رهبر عبدالولي خان کوله.

دغه ګوند د پښتنو او بلوڅو د ملي ګرا سیاسیونو تر ټولو ستر ګوند و، د بلوڅو سترو او پیژندل شويو سیاسي مشرانو کې میرغوث بخش بزنجو، سردار عطاالله مینګل، نواب خیر بخش مري، ګل خان نصیر، عبدالواحد کرد او ډاکټر عبدالحۍ بلوڅ ډیر شهرت لاره.

نواب اکبر بګټي زیات وخت په دولتي چوکیو وظیفه اجرا کړې وه، خو د ژوند په اخري برخه کې یې د دولت په ضد قیام وکړ.

په کال ۲۰۰۶ کې د جنرال مشرف د پوځي حکومت له خوا په عملیاتو کې د وژل کیدو نه وروسته د بلوڅو ملي شهید وبلل شو.

په کال ۲۰۰۶ کې د نواب اکبر بګټي او د خیربخش مري د زوی بالاچ مري د پاکستان د پوځ د لاسه د وژل کیدو نه پس په بلوچستان کې پیل شوط جګړې د لنډو وقفو سره تر اوسه ادامه کړې ده.

د ډلو پیاوړتیا

په دغه جګړه کې د بلوڅ وسله والو ډلو د قوت موندلو عوامل په لاندې ډول دي.

وړومبی عامل دا دی چې د پاکستان په دولتي نظام کې د پوځ د نفوذ د زیاتیدو له امله دغه نظام زیات پنجابي شوی، ځکه چې د جنرالانو او لوړ پوړو افسرانو مطلق اکثریت پنجابیان دي.

دغه جنرالان د بلوڅو او پښتنو ملتپال د ځان لپاره خطر ګڼي او په خشونت سره د دوی نوغې ایستل غواړي، اوس پوځ د شهباز شریف غوندې پنجابي سیاستوال د وزیراعظم په چوکۍ کینولی، چې د جنرالانو مطلق تابعدار دی.

دویم عامل دا دی چې په تیرو دوو لسیزو کې د پاکستان د ټول ټاکنو نتیجې د پوځ د استخباراتو په درغلۍ او تقلب ټاکل کیږي.

په بلوچستان کې د هغوی لاس پوڅي د برچې په زور حکومت کوي او بیا په غټه کچه مالي فساد کوي.

د دې په نتیجه کې د بلوڅو سوله ییزه سیاسي او پارلمانی ګوندونه ضعیف او منزوي شوي، ځکه چې ځوانان دغه مبارزه بې نتیجې بولي او اوس ځوانانو وسله والو ډلو کې ګډون ته مخه کړې ده.

دریم عامل دا دی چې د پوځ او استخباراتو له اړخه د بلوڅ ځوانانو د تښتولو، شکنجه کولو او وژلو د بلوڅ اولس غضب راپارولی دی.

د ښځو مبارزه

ماهرنګ بلوڅ

د تړي تم شویو ځوانانو میندې، خویندې او ښځې میدان ته راوتلې دي. په زرګونه ښځې د بلوڅو د پیوستون کمیټې( BalochYakjehti (Committee په نوم سازمان کې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ ډیره په زړورتیا مظاهرې او او پروتستونه کوي چې په لکونو بلوڅان پکې برخه اخلي.

دا د بلوڅو د تاریخ تر ټولو ستر اولسي پاڅون دی، د کردانو غوندې بلوڅ ښځې هم په لویه کچه په ملي او اولسي مبارزو کې برخه اخلی.

یو شمیر ښځو په وسله والو ډلو کې ګډونکړی، تر دې چې یو څو ښځو ځانمرګي بریدونه هم کړي دی.

دا خبره د قیاس نه بهر نه ده چې د بلوڅو ملي مبارزه ورو ورو د سیمې او نړۍ د سیاسي او ستراجیک انقطاب تر اغیزې لاندې رادرومي.

بلوڅ ملتپال په څرګند ډول د چین او پاکستان په منځ کې د هغه تجارتي کارادور مخالف دي، چې د بلوڅو بحري بندر ګوادر د غربي چین سره وصل کوي.

دوی دا پروژه د بلوچستان لپاره یو استعماري پلان ګڼي، ځکه بلوڅ وسله والو څو واره په بلوچستان او د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې په چینايي کارمنانو وسله وال بریدونه کړي او هغه یې وژلي هم دي.

نور خبرونه

رادیو