اېنټرفاکس نړۍوالې رسنۍ د تاجکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړه توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
دغې رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزیر جمعه دلېر په حواله ویلي، چې په تاجکستان او قرغزستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د رغونې چارې بشپړې شوي او زیاتوي، چې په پاکستان کې هم د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په راپور کې دغه راز د دلېر په حواله ویل شوي، چې د کاسا ۱۰۰۰ د قوي برېښنا د لېږد مزي پروژه چې تاجکستان او قرغزستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، په ۲۰۲۷ کال کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د اېنټرفاکس په راپور کې راغلي، په وروستیو کلونو کې د دغې پروژې اصلي ننګونې د پراختیایي شریکانو له لوري د افغانستان برخې لپاره د مالي لګښتونه درېدلي وو او په وینا یې، تر یو لړ مذاکراتو وروسته پر مخ پرتې ننګونې حل شوي او دمګرۍ په دغه هېواد کې د یادې پروژې د رغونې چارې روانې دي.
څه موده مخکې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس هم ویلي و، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پاتې چارې بیا پیل شوي او د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي او د اسیا په کچه یوه لویه پروژه بلل کېږي.
دا پروژه په ۲۰۱۶ کال په تاجکستان کې د سیمهییزو هېوادونو د مشرانو په ګډون پرانېستل شوه او تمه کېده، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې بشپړه شوې وای.
د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد مزي د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا په لرلو د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته لېږدول کېږي.