د روسیې د امنیتي چارو اداره وایي، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو یو «ترهګر» چې غوښتل یې په مسکو کې پر یوې کنیسې او مټرو برید وکړي؛ وژلی دی.
دغه اداره وایي، وژل شوي کس غوښتل تر برید وروسته افغانستان ته ولاړ شي او یوې نړۍوالې ترهګرې ډلې سره یوځای شي.
که څه هم دغې ادارې د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په وینا یې، دغه کس د منځنۍ اسیا د یوه هېواد اوسېدونکی دی.
د دغه بنسټ په وینا، وژل شوي کس غوښتل چې په مسکو کې د یهودانو پر مذهبي مرکز او مټرو برید وکړي.
دغه اداره وایي، ځانګړي ځواکونه د هغه د نیولو لپاره سیمې ته ورغلي وو؛ خو هغه مقاومت وکړ او په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
دغه اداره زیاتوي، چې د دغه کس له پټنځای څخه چاودېدونکي توکي او وسلې ترلاسه شوي دي.
له دغه عملیاتو څخه په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې وژل شوي کس په دغه پټنځای کې د داعش بېرغ هم لاره.