د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د امنيت شورا سرمنشي سرګي شويګو او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې، په بيجينګ کې د افغانستان او منځني ختيځ په اړه د امنيتي همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبر کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په دې هوکړه وکړه، چې په مناسب وخت کې به د چين او روسيې د ستراتيژيکو خبرو اترو لپاره نوی پړاو پرانیزي.
د سينهوا د خبر له مخې، دغه غونډه د جمعې په ورځ د کب په لسمه وشوه، خو بشپړ جزيات يې نه دي خپاره شوي.
چین او روسیه له طالبانو سره پراخې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري، خو دغه دواړه هیوادونه هم د نورو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني.
تر دې مخکې د اګست په میاشت کې د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کابل ته سفر کړی و، او د طالبانو له اقتصادي او سیاسي مرستیالانو او همدارنګه یې د دغې ډلې د کورنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره جلا جلا کتنې کړې وې.
د روسيې د امنيت شورا سرمنشي بيجينګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره هم وکتل او د روسي خبري اژانسونو له خوا د خپرو شويو راپورونو له مخې، دواړه هېوادونه په بېلابېلو نړيوالو مسايلو کې یو ګډ لیدلوري ته نږدې شوي دي
په همدې حال کې د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو ویلي، چې دواړه هېوادونه له یو بل سره ستراتیژیک او سیاسي باور لري او د بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې نه دي.