زېلېنسکي: ښايي اوکراین د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۳۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې ښايي هېواد یې د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د فېبروري ۱۷مه) له یوې جرمني رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، چې که اوکراین د ناټو غړیتوب ترلاسه نه کړي، په دغه هېواد کې به د افغانستان وضعیت تکرار شي.

زېلېنسکي اې‌ار ډي (ARD)ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د اوکراین له حضور پرته به د روسیې او امریکا تړونونه بې‌ګټې وي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د سې‌شنبه په ورځ په ریاض کې د اوکراین د سولې په تړاو خبرې‌اترې وکړي.

په دې مذاکراتو کې اوکراین حضور نه لري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ ټینګار کړی چې اوکراین به د دې مذاکراتو یوه «واقعي» برخه وي.

د امریکا او روسیې ترمنځ دوه‌اړخیزې لیدنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو یاد تازه کوي، چې د افغان حکومت له حضور پرته ترسره شوې وې.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام له دې مذاکراتو اېستل شوی و او متحده‌ایالاتو مخامخ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیکولو ته لار هواره کړه.

د دغه تړون پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش وټاکل شو او متحده‌ایالاتو له طالبانو سره د اوربند تړون لاسلیک کړ.

طالبان ډاډمن وو، چې بهرني ځواکونه وځي، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړ او د افغانستان له جمهوري نظام سره یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

ډېری څارونکي په دې باور دي، چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو لامل و.

اوس، ولادیمیر زېلېنسکي لوېدیځ ته خبرداری ورکړی، چې د داسې ناسمو تېروتنو له تکرار څخه ډډه وکړي.

هغه په خپلې مرکه کې د ​​۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو چټک شاتګ ته اشاره کړې او له هر ډول هغو مذاکراتو سره چې له پیل وړاندې په‌کې بنسټیزې غوښتنې له پامه غورځول کېږي، مخالفت ښودلی دی.

نور خبرونه

رادیو