طالبان: نږدې ۷۰۰ کډوال د پاکستان له زندانونو را خوشي شوي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۶۹۴ افغان کډوال تر راخوشي کېدو وروسته هېواد ته راستانه شو‌ي دي.

خوشي شویو زندانیانو له یوې ورځې څخه تر پنځو ورځو پوري په زندانو کې تېرې کړې وې.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې اونۍ کې د پاکستان له بېلابیلو زندانونو څخه ۶۹۴ افغان کډوال را خوشي شوي‌ او هېواد ته راغلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان کډوال په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وه.

طالبانو زياته کړې، چې خوشي شوي زندانیان د کندهار سپين بولدک لسوالۍ له لارې افغانستان ته راغلي او تر ثبت وروسته خپلو مېنو ته انتقال شوي‌ دي.

نور خبرونه

رادیو